1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: قانون ماتونکو سوداگري له گواښ سره مخ کړې

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

د حامد کرزي ورور او د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال محمود کرزی وايي، قانون ماتونکو په ملک کي دننه سوداګر له جدي ننګونو سره مخ کړی او ددې عامل سوي، چي ډيری بهرني سوداګر په افغانستان کي پانګوني ته زړه ښه نه کړي.

https://p.dw.com/p/12yBh
محمود کرزی
محمود کرزیانځور: AP

محمود کرزي تيره ورځ په کابل کي په يوه غونډي کي د خبرو پر مهال وويل، په تيرو لسو کلونو کي په افغانستان کي په سلګونو مليونه ډالر پانګه سوې، خو که چيري امنيت ښه وای او د قانون ماتونکو لاس لنډ وای نو اوس به دغه کچه دوه يا هم درې واري لوړه وای.

هغه وويل، چي افغان سوداګر له ايران، پاکستان او ازبکستان سره د ترانزيت په برخه کي لويي ستونزي لري. سره له دې چي حکومت په دې خبردی خو تر اوسه يې د دغو ستونزو د ليري کولو له پاره جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي هم يو شمېر ستونزي او د سوداګرو انديښنې او شکايتونه پر ځاي بولي:

« افغانستان د اقتصاد په برخه کي ډيري ستونزي لري، ترانزيتي ستونزي لا پرځای پاته دي او دغه ستونزي له سياسي کړکيچونو اغيزمني سوي دي.»

هغه وويل چي د ترانزيت د برخي ډيري مسايل د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د صلاحيت په چوکاټ کي نه دي او همدا عامل دی، چي دوی نه سي کولای په لوی لاس مداخله وکړي.

په دغه غونډه کي د سوداګرۍ خونو مرستيال محمود کرزي وويل، چي افغان حکومت د قوانينو په ساده کولو، د مالياتو د سيستم په روڼ والي، د ګمرکونو ټکس او ناحقه اخيستنو د ليري کولو له پاره هغسي چي موږ سوداګرو ورڅخه تمه درلوده څه نه دي کړي.

نوموړي د سوداګريزو قوانينو پيچلتيا د سوداګرو له پاره سرخوږي وباله.

کرزي وويل د هغو شميرو له مخه، چي دوی د پانګوني څخه د ملاتړ له ادارې ( ايسا) څخه تر لاسه کړي معلوميږي چي دولت تر اوسه پوري له شل سلنه سوداګرو ماليه را ټوله کړي. په داسي حال کي چي اتيا سلنه سوداګرو تر اوسه خپله ماليه دولت ته نه ده تحويل کړې.

کرزي پر يو شمير سوداګرو هم نيوکه وکړه، چي په لوی لاس قانون ماتوني ته لار پرانيزي.

په دغه غونډه کي ډيري سوداګرو د امنيت له نه شتون او د خپل سر د خوندي توب څخه شکايتونه وکړل.

هغوی ويل چي په ډيرو مواردو کي غلو د دوی شتمنۍ وړي او ځيني سوداګر يې وژلي هم دي. په داسي حال کي چي پوليس هم د پيښو په سيمه کي موجود وي خو هيڅ يي نه دي تر سره کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل