1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: ملېشې بايد په حکومتي چوکاټ کي راسي

مسعود جهش (afp)۱۳۹۱ اسفند ۱۰, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو په مشري په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته درې میاشتې وخت ورکړ، چې د هغوی له خوا د جوړو شویو ملېشو مسئولیت پخپله افغانانو ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/17nu7
Afghan President Hamid Karzai speaks during a news conference in Kabul December 8, 2012. Karzai said on Saturday a suicide bombing that wounded his intelligence chief was planned in the Pakistani city of Quetta and that he would raise the issue with Islamabad. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzaiانځور: Reuters

په دې سره د کابل د حکومت هغه تلاښونه لا پسې روښانه کیږي چې غواړي په بشپړه توګه د طالبانو پر ضد د جګړې مسئولیت پر خپله غاړه واخلي.

په پلان کې ده چې ټول بهرني جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. تر دې نیټې پوري به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. خو ولسمشر کرزي څو واري د امنیتي مسئولیتونو د ورسپارلو د بهیر د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.

د وزیرانو شورا په دې اړه د ولسمشر کرزي حکم خپور کړی دی. په دغه احکم کې ولسمشر کرزي یو هیئت ټاکلی دی چې له ائتلافي ځوکونو څخه وغواړي چې د دريو میاشتو په ترڅ کې د ټولو ملېشو مسئولیت افغانانو ته وسپاري.

د ولسمشر په دغه حکم کې راغلي دي چې د افغانستان امنیتي مشرانو د فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نیټه پریکره وکړه چې هغه وسلوالي ډلې چې نړیوال ځواکونه یې ملاتړ کوي مشخصې کړي او د دولت په چوکاټ کي ارګانونو سره گډي سي.

ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ له امریکايي خاصو ځواکونو څخه وغوښتل چې له وردگو ولایت څخه ووځي.

دغه ولایت کابل ته ډیر نزدې پروت دی او پکې د طالبانو نفوذ هم ډیر محسوس دی. ولسمشر تر هغه وروسته دغه غوښتنه وکړه چې د بهرنیو ځواکونو له خوا پر جوړو شوو وسله والو ډلو باندي د ربړونو او وژنو تورنه ولگېدل.

یوه افغان چارواکې د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه اخيستلو په شرط وویل، چې ولسمشر تر هغه وروسته دغه حکم صادر کړی دی، چې د دغو ملېشو له خوا د تیریو په اړه رپوټونه خپاره شول. هغه زیاته کړه: «ننی امر د هغو تورونو په پایله کې صادر شوی دی چې د بهرنیانو له خوا دغو جوړو شویو وسله والو ډلو خلک ربړولي دي او له هغوی سره یې بد چلند کړی دی. دغه شان پېښي په خاصه توګه په وردگو کې رامنځ ته شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو ویلي دي چې په دې اړه چي هلته خلک ربړول شوي وي شواهد يې نه دي موندلي. د امریکايي ځواکونو یوه ویاند زیاته کړې ده چې په دې اړه اوس هم څیړني رواني دي.

تر دې مخکې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۴ نیته ولسمشر کرزي ویلي ول چې افغان ځواکونه تر دې وروسته اجازه نه لري چې له بهرني هوايي ځواک څخه مرسته وغواړي.