1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: موږ خپل تاريخ لرو

۱۳۸۸ آبان ۴, دوشنبه

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د امريکا متحده ايالاتو ملګرتیا تر پوښتني لاندي ونيوله

https://p.dw.com/p/KFKQ
«دا صحيح ده چي زموږ هيواد بې وزلي دی او دا هم رښتيا ده چي موږ اړ خلک يو، خو بياهم موږ يو هيواد يو، خپل تاريخ او ارزښت لرو.»
«دا صحيح ده چي زموږ هيواد بې وزلي دی او دا هم رښتيا ده چي موږ اړ خلک يو، خو بياهم موږ يو هيواد يو، خپل تاريخ او ارزښت لرو.»انځور: AP / Fotomontage: DW

کرزي له امريکايي تلويزوني شبکي، سي ان ان سره په مرکه کي وويل:« شريکتوب یا ملګرتیا يو کرښه لرونکي سړک نه دي. هغه دوه کرښه لرونکي سړک دي. په شراکت کي دواړه اړخونه بايد يو بل ته درناوي ولري. دا صحيح ده چي زمونږ هيواد بي وزلي دي او دا هم رښتيا ده چي مونږ اړ خلک يو ، خو بياهم مونږ يو هيواد يو، خلک لرو له يو تاريخ سره او مونږ خپل ارزښت لرو.»

د کرزي دغه ډول تبصره وروسته له هغي کيږي چي د ولسمشري د ټاکنو په لومړي پړاو کي د درغليو د تورنو په تعقيب نوموړي د هغو نيوکو پر ضد مبارزه کوي چي د هغه د حکومت د مشروعیت په وړاندي عنوان شوي دي.

CNN/ زيارمل