1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: نوې ولسي جرګه د چهارشنبې په ورځ پرانيزو

۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبه

تيره شپه ولسمشر حامد کرزي له يو شمير برياليو کانديدانو سره د ارګ په ماڼۍ کي کتلي دي. کرزي منلې چي د چهارشنبې په ورځ نوي ولسي جرګه پرانيزي.

https://p.dw.com/p/QucX
ولسمشر حامد کرزی د خپلو مرستيالانو سره
ولسمشر حامد کرزی د خپلو مرستيالانو سرهانځور: picture alliance / dpa

افغان ولسمشر پر داسي محال د چهارشنبې په ورځ د نوي ولسي جرګې پرانيستي ته چمتو والي نيسي چي ټاکل سوې د انتخاباتي شکايتونو ځانګړې محکمه به هم په دغه جريان کي خپل کار ته دوام ورکوي.

يو شمير کانديدانو نن سهار رسنيو ته وويل چي له کرزي سره يې دا موافقه له اوږدو خبرو وروسته په هغه غونډ‌ه کي وکړه چي تيره شپه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د لوی څارنوالۍ د استازو په ګډون جوړه سوې وه.

تر دې د مخه کرزي ويلي و، چي د ولسي جرګې پرانيستل به تر يوې مياشتي پوري وځنډوي تر څو ځانګړې محکمه خپل کار بشپړ کړي.

خو برياليو کانديدانو خبرداری ورکړی و چي که ولسمشر د پارلمان پرانيستي ته حاضر سي او که نه ، دوی به د يکشنبې په ورځ خپل کار پيلوي.

ځينو کانديانو خو دا هم ويلي وو چي که دوی ته پارلمان ته د ورتګ اجازه ورنه کړل سي نو دوی به د پارلمان مخ ته پر لوی واټ خپل غونډه جوړه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوي سرچيني نن سهار د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط دويچه ويله ته وويل چي ولسمشر دغه هوکړه په دي شرط کړې چي، د ولسي جرګې غړي ده ته ژمنه ورکړې چي د ځانګړي محکمې ټولو پريکړو ته به درناوی کوي.

کرزي له وکيلانو دغه ژمنه په کتبي توګه غوښتې ده.

د ولسي جرګې بريالی نوماندن احمد بهزاد هم دغه خبره مني.

نوموړی وايي چي ټولو وکيلانو نه، بلکي يو شمير برياليو وکيلانو تيره شپه له کرزي سره کتلي دي او ولسمشر منلې چي نوی پارلمان به د چهارشنبې په ورځ پرانيزي.

د جمعې او شنبې په ورځو ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولني او يو شمير نورو بهرنيو هيوادونو د ټاکنو له پايلو خپل ملاتړ اعلام کړی وو او د ولسي جرګې د پرانيستي په ځنډ يي خپله انديښنه ښولې وه.

د ولسي جرګي يو بل بريالي نوماند محمد محقق وايي له ولسمشر کرزي سره استازو په دې هوکړه کړې چي، د يادي ځانګړي محکمې پريکړي قانوني بنسټ نه لري، او که د تيرو ټاکنو په تړاو د کومي جرمي پيښي پلټني کيږي، نو په عادي بڼه اړونده عدلي او قضايي اداري به يي پلټنه کوي.

د ولسمشرکرزي او يو شمير برياليو نوماندانو ترمنځ د تيري شپې غونډه په داسي حال کي تر سره کیږي چي، دمګړی د برياليو نوماندانو او حکومت ترمنځ تر بل هرنوخت لابجو ډير زور اخيستی.

يو شمير برياليو نوماندانو حکومت د نوي پارلمان په سبوتاژولو تورن کړی. خو د حکومتي مشرانو وينا ده چي د انتخاباتي شکايتونو د ارزوني ځانګړې محکمه بايد په هر صورت کي چي وي انتخباتي شکايتونو ته رسيدګي وکړي.

اوس داسي ښکاري چي ولسمشرکرزی د انتخاباتي درغليو په برخه کي ډير جدي دی او له وکيلانو د هغي ژمني د تر لاسه کولو په لټه کي دی چي که چيري ځانګړې محکمه د پارلمان له پرانيستي وروسته هم بريالي نوماندان درغل وپيژني نو ښايي له پارلمان څخه په شړل کيدو سربيره زندان ته هم وليږل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل