1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: يوه مياشت وروسته لويه جرگه رابولو

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مهر ۱۵, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د جمهوري ریاست له پاره د کانديدانو نوم لیکنه یوه لویه «لاس ته راوړنه» وبلله او ویې ویل چې په یوه میاشت کې به د افغانستان او امریکا تر منځ د امنيتي تړون پر سر لویه جرګه هم را وبولي.

https://p.dw.com/p/19vUK
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

افغانستان په راتلونکو میاشتو کې له څو لویو مهمو پېښو سره مخامخ کیږي. ولسمشریزي ټاکنې، د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون احتمالي لاسلیکیدل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه درې مهمې پېښې دي چې په راتلونکی کال کې به د افغانستان برخلیک وټاکي.

ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ولسمشرۍ له پاره د کانديدانو د نوم لیکنې بهیر د «ښې راتلونکې» پر لور یو مثبت ګام وباله. کرزي ټینګار وکړ چې ځان به ډاډه کړې چې افغان حکومت او حکومتي چارواکي په ټاکنو کې خپله بشپړه بېطرفي وساتي.

کرزي همداراز وویل چې بهرنیان هم باید د ټاکنو په بهیر کې لاس وهنه ونه کړي. هغه زیاته کړه چې د ټاکنو په بهیر کې د افغانانو او بهرنیانو پر لاس وهني باندي به نظر وساتي.

د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو له پاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید. د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له پاره ۲۷ تنو خپل ځانونه نومولي دي.

د ټاکنو کمېسیون ویلي دي چې ۲۳۶۰ تنو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې خپل ځانونه د ولایتي شوراګانو له پاره نومولي دي. د دغو نوماندانو په ډله کې ۲۷۳ ښځې هم شاملي دي.

کرزي وویل، همدا شان چې د حزب اسلامي غړي قطب الدین هلال، خپل ځان د جمهوري ریاست له پاره نومولی دی، طالبان هم کولای شي چې له وسلې لاس واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي: «د تیري ورځې د نوم لیکنې په بهیر کې موږ بېلابېل شخصیتونه ولیدل چې یو یې هم د حزب اسلامي ګوند غړی ښاغلی قطب الدین هلال وو. هغه پرته له کوم تکلیفه خپل ځان ونوماوه. دا په دې معنی ده چې که د طالبانو له ډلې څخه هم زموږ وروڼه وغواړي نو کولای شي د افغانستان له نورو اوسیدونکو سره یو ځای د هیواد په بیا رغونه کې همکاري وکړي.»

د لویې جرګې جوړول

که څه هم ولسمشر کرزي وویل چې لا تر اوسه پورې د امنیتي تړون پر سره د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ کومه موافقه نه ده شوې خو هغه روښانه کړه چې د دغه تړون په اړه د یوې پریکړې په موخه به د شاوخوا یوې میاشتې په ترڅ کې لویه جرګه راوغوښتل شي.

ولسمشر کرزي وویل: «انشاالله ډیر ژر به د یوې میاشتې په موده کې لویه جرګه راوغواړو. لویه جرګه به د دغه تړون [د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون] ټولي برخې ولولي. د دې تړون په اړه پریکړه د لویې جرګې په لاس کې ده.»

کرزي روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې د کابل او واشنګټن تر منځ په امنیتي تړون کې د «ترهګرۍ» او «یرغل» تعریفونه نه دي مشخص شوي: «د ګاونډیو هیوادونو ټانکونه او الوتکې زموږ هیواد ته نه راځي. که راځي نو ترهګر، ځانمرګي بریدکوونکي، بمونه او ماینونه زموږ په خپلو جامو کې راځي. آیا د افغانستان په ښارونو کې د ترهګرۍ هغه پېښي چې د افغانانو د وژني لامل شي یرغل دی او که نه؟»

کزري ټینګار وګړ چې د امنیتي تړون له لاسلیکیدو سره باید افغانانو ته دا ضمانت ورکړل شي چې د ترهګرو او د بهرنیو له خپلسرو بریدونو څخه په امان کې دي. هغه زیاته کړه چې د دې سند تر لاسلیکدو وروسته باید د افغانانو کورنه بمبار نه شي او افغان حکومت باید بې صلاحیته نه وي.