1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی پدې بريالی سو چي په امريکا باندي خپل يو وړانديز ومني

۱۳۸۷ بهمن ۲۷, یکشنبه

د افغانستان جمهور رييس او د متحده ايالاتو ځانګړي استازي نن وويل چي جمهوررييس اوباما، د افغانستان هغه وړانديز منلی دی چي د افغانستان په هکله پر ستراتيژۍ باندي په کتنه کي ګډون ولري.

https://p.dw.com/p/Gugo
ولسمشر حامد کرزی د امريکا د ځانګړي استازي هولبروک سره په يوه خبري غونډه کي
ولسمشر حامد کرزی د امريکا د ځانګړي استازي هولبروک سره په يوه خبري غونډه کيانځور: AP

د ريچارد هولبروک سره په یو ګد مطبوعاتي کنفرانس کي ښاغلي کرزي وويل، چي هغه د اوباما، څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان پر سر د ستراتيژي په نوې کتنه کي یو افغان ټيم ته هم د برخي اخيستلو دراوازه پرانيزي. په دغه نوې کتنه کي به پر ملکي او پوځي اړخونو او دغه راز د طالب ياغيانو پرضد د ناټو د جګړې په هکله له سره غور وسي. په پام کي ده چي د ستراتيژۍ دغه نوې کتنه د اپريل په مياشت کي د ناټو د سر مشريزي غونډي څخه د مخه بشپړه سي.

کرزي د جمهوري رياست په ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل.

«زه ډيره ډیره مننه کوم چي جمهور رييس اوباما، زما وړانديز ومنۍ چي د تروريزم پر ضد د امريکا د جګړې پر ستراتيژۍ باندي د سره کتنه کي افغانستان هم برخه ولري.»

کرزي وويل، یو افغان پلاوی چي رياست به يې د بهرنيو چارو د وزير رنګين دادفر سپنتا په غاړه وي پدې اړه، په بحث کي د ګدون له پاره واشنګټن ته سفر وکړي.

ريچارد هولبروک چي د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کيدو وروسته په لومړي ځل د پنجشنبې د ورځي راهيسي په افغانستان کي دی، په دغه مطبوعاتي کنفرانس کي کرزي ته په مخ اړولو سره وويل.

«موږ دلته راغلي يو چي تاسو ته غوږ ونيسو او ستاسو په نظر باندي پوه سو. ما له جمهور رييس اوباما، څخه يو شخصي پيغام د ځان سره راوړی،چي هغه د افغانستان له خلکو او په ډيموکراته توګه د افغانستان دمنتخب حکومت څخه ملاتړ کوي.»

هولبروک پداسي وخت کي له جګړه ځپلي افغانستان څخه ليدنه کتنه کوي چي د کابل او واشنګټن ترمنيځ د طالب ياغيانو پر ضد د امريکا او ناټو تر قوماندې لاندي ځواکونو د حملو په نتيجه کي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو پر سر تاوتريخوالی روان دی.

د کابل او واشنګټن تر مينځ د اړيکو د تريخوالي يوه وجه داهم ګنله کيږي چي د کرزي حکومت د لويديزو متحدينو په خاصه توګه د متحده ايالاتو له خوا تر نيوکو لاندي راغلی دی
د کابل او واشنګټن تر مينځ د اړيکو د تريخوالي يوه وجه داهم ګنله کيږي چي د کرزي حکومت د لويديزو متحدينو په خاصه توګه د متحده ايالاتو له خوا تر نيوکو لاندي راغلی دیانځور: AP

تر دې د مخه کرزي د الجزيرې تلويزيون سره په مرکه کي د واشنګټن په نسبت نيوکه وکړه. هغه په دې مرکه کي ويلي دي چي:« هو! د ولسي وګړو، د افغانانو د بنديانولو، د شپي له خوا د خلکو پر کورونو باندي حملو او د تاوانونو په هکله چي دوی يې رسوي، زموږ او متحده ايالاتو د حکومتونو تر مينځ لانجه رامينځ ته سوې ده.

کرزي د هولبرروک سره تر ليدني کتني وروسته دې مطبوعاتي کنفرانس ته یادونه وکړه چي ښايي پدې اړه څه بدلون راغلی وي.

«زه پدې هم نن ډير خوښ يم چي یوه موافقه وسوه،چي زموږ د دفاع وزير جنرال رحيم وردګ او د ناټو او امريکا متحده ايالاتو په استازيتوب جنرال مک کيرمن ترمينځ روښانه سوه چي په ځينو خاصو اقداماتو لاس پوري سي تر څو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو مخنيوی وسي او د افغانانو د ناحقه بنديانولو او د شپې د خوا پر کورونو باندي د حملو مخه ونيسي. پدې ميکانيزم باندي موافقه وسوه او په راتلونکو ورځو کي به د عمل په دګر کي پلې سي.»

د کابل او واشنګټن تر مينځ د اړيکو د تريخوالي يوه وجه داهم ګنله کيږي چي د کرزي حکومت د لويديزو متحدينو په خاصه توګه د متحده ايالاتو له خوا تر نيوکو لاندي راغلی دی، چي هغه د اختلاس او اداري فساد، د نشه توکو د توليد په مخ کي پاته راغلی دی.که څه پدې هکله هيڅ اړخ څرګنده يادونه نه ده کړې چي افغان حکومت به د دې ستونزو مخ نيوی څنګه کوي.

خو د يوګډ مطبوعاتي کنفرانس په وړاندي د کرزي او هولبروک له دريدو سره داسي ښکاري چي لږ ترلږه د تروريزم ضد جګړه کي د دغو دو متحدينو تر مينځ د لانجې پر اور باندي يو لږ اوبه توی سوي وي.