1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: پرمختګ له تعليم او تربيې سره تړلی دی

حسین سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ آبان ۲۰, دوشنبه

د کابل په لوېديځ قرغې بند ته څرمه د ملي اردو افسرانو له پاره اکاډمي پرانيستل سوه. په دغه اکاډمۍ کې به د بهرنيو روزونکو له خوا د ملي اردو افسران روزل کیږي. اکاډمي د انگلستان په مالي مرسته پرانيستل سوې ده.

https://p.dw.com/p/1AFIi
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیې د دفاع وزیر فلېپ هاموند، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر میاشتې ۱۱) د دغي اکاډمۍ په پرانیستغونډه کې گډون وکړ.

افغان ولسمشر په دغه مناسبت جوړي شوي غونډي ته وویل چې د افغانستان پرمختگ له تعلیم او تربیې سره تړلی دی: «ولي د نړۍ د وروسته پاتي هیوادونو په کتار کې یو؟ ځکه چې تعلیم نه لرو، سمه روزنه نه لرو. په هغه علم او پوهې نه یو سنبال چې نړۍ یې پرمخ بیولې ده. نن چې مو کوم گام پورته کړ او له هغې سمه استفاده وکړو، ډیره گټه به وکړو.»

د دغه اکاډمۍ د جوړولو کار د ۱۳۹۱لمریز کال په میزان میاشت کې پیل شو. دغه اکاډمي د انگلستان په مالي مرسته چې نزدې۴۱ میلیونه ډالر کيږي جوړیږي. په دغه اکاډمۍ کې چې د ملي اردو کوم افسران زده کړي کوي، سند به يې د بریتانیا د هرست، پوځي اکاډمۍ له سند سره برابر وي.

حامد کرزي په خپله وینا کې پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چې افغانستان هغه وخت پر خپلو پښو باندي دریدای شي چې د دې هیواد امنیت د مسلکي سرتیرو په واسطه تأمین شي. ښاغلي کرزي زیاته کړه: «ډیر ژر به هغه وخت راورسیږي، چې تاسي ځوان افسران به فارغیږۍ، ترفیع به کوئ او ډیري زده کړې به وکړئ. دا به هغه وخت وي چې افغانستان به نه یوازې پر خپلو پښو ودریږي، بلکي د نړۍ د قوي ترینو هیوادونو په کتار کي به وي.»

په دغو مراسمو کې د ملي پوځي اکاډمۍ مشر امین الله کریم وویل چې د ملي اردو افسران به په دغه اکاډمۍ کې د یوه کال له پاره زده کړې کوي. هغه زياته کړه چې د انگلستان، ناروې، ډنمارک، نیوزیلنډ او آسترالیا هیوادونو ۱۲۶ تنه روزونکي به په دغه اکاډمۍ کې تدریس کوي.

د بریتانيا د دفاع وزیر فلېپ هاموند، په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې د افغانستا د ملي اردو ځوانو افسرانو ته به په دغه اکاډمۍ کې په ښه شان زده کړې ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې په نوموړې اکاډمۍ کې چې کوم افسران زده کړې کوي، د افغانستان د اردو راتلونکي مشران به وي.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان اردو هغه وخت له خپل هیواد څخه د دفاع کولو وړتیا پیدا کوي چې د لوړ تعلیم او تربیې خاوندان وي. هغه زیاته کړه: «هغه ستونزو ته په کتو سره چې ورسره مخامخ یو، زموږ هیواد په بشپړه توگه داسې یو اردو ته اړتیا لري چې د مسلکي زده کړو او عصري تجهیزاتو له لاري، اوسني او راتلونکي خطرونو او سولي او ثبات ټينګولو ته ځواب ووایي.»

محمدي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه یو ډیر سخت کال تر شا پریږدي، ځکه د ده په وینا په روان کال کې د افغانستان خلک له سترو بریدونو او لاسوهنو سره مخامخ دي.

د افغانستان د دفاع وزیر یادونه وکړه چې د مخالفینو له سختو یرغلونو سره سره، د افغانستان ملي اردو د دې اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان په شا تگ وکړي.