1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی پر خپلي حکومتدارۍ ډير باوري دی

۱۳۸۹ بهمن ۱۷, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د مونشن په امنيتي کنفرانس برخوالو ته وويل چي ډير ژر به په خپل هيواد کي هغه سیمه په گوته کړي چي غواړي د نړيوالو ځواکونو څخه امنيتي مسوليت افغان ځواکونه په خپله غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/QyZp
د مونشن په امنيتي کنفرانس کښي ولسمشر کرزی د جرمني د صدراعظي انګيلا مير کل سره
د مونشن په امنيتي کنفرانس کښي ولسمشر کرزی د جرمني د صدراعظي انګيلا مير کل سرهانځور: dapd

که څه هم حامد کرزی په هيواد کي د داسي جدي ستونزو لکه وسله وال طالبان، د القاعدې تروريستي شبکه، اداري فساد سره مخامخ دی ولي هغه باور لري چي تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پوري به امنيتي مسووليت په خپله افغانان په غاړه واخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزي غونډي ته د وينا پر مهال وويل« موږ په دې لاره کي ډير پرمختگونه کړي دي.»

کرزي زياته کړه« زه به د مارچ د مياشتي پر ۲۱ نېټه ووايم چي د هيواد په کومه سیمه کي افغان امنيتي ځواکونه د نړيوالو عسکرو څخه د امنيت کنترول په خپل لاس کي اخيستلای سي.»

د جرمني د بهرنيو چارو وزیر ګيدو ويسترويله تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم المان او ناټو غړي هيوادونه مکلف وبلل چي په افغانستان کي خپلو فعاليتونوته دوام ورکړي.

ويستر ويله د مونشن امنيتي غونډي ته وويل «هرڅوک چي د وضعي د ثبات غوښتونکي وي بايد دا هيره نکړي چي، زموږ مکلفيتونه په ۲۰۱۴ کال کي پاي ته نه رسیږي».

ويستر ويله په عين وخت کي اخطار ورکړی، چي د روان کال په پای کي په پام کي نیول سوی د پوځ ايستل، بايد هلته د پاته عسکرو ژوند ته د خطر معني ونه لري.

هغه زياته کړه، د پخلایني پيل سوې لړۍ باید افغانانو ته دا ډاډ ورکړي چي « د طالبانو د ډار وړ حکومت به بیا رانسي». موخه داده چي د لانجې ټولي غاړي بايد په خبرواترو کي برخه واخلي.

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل چي، په افغانستان کي بايد د هغه هيواد په اقتصادي بيارغاونه کي پانگه ونه وسي. ځکه چي د ثبات کيلي په ښه اقتصادي پرمختگ کي پرته ده.

هغه وويل، که افغانستان د اقتصادي اړخه پر مخ ولاړ نسي پوځي فعاليتونه د هغه هيواد د جوړولو دپاره کافي ندي.

اژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل