1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: په افغانستان کې سوله راتلونکې ده

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۳, یکشنبه

ولسمشر کرزي یو ځل بیا هیله څرگنده کړه چې له طالبانو سره به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي. خو یو شمیر څیړونکي د ولسمشر دغو څرگندونو ته د شک په سترگه گوري او وایي چې طالبان له حکومت سره د خبرو له پاره کوم دلیل نه لري.

https://p.dw.com/p/1BUXf
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په وروستیو وختونو کې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ولسمشر کرزی د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره اړیکي لري.

ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ د افغانستان د تعلیمي کال د پیلیدو په ویاړ په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې هغه د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره په اړیکه کې دی او هیله یې څرگنده کړه چې په افغانستان کې به سوله رامنځ ته شي. ولسمشر کرزي وویل: «د افغانستان طالبان له موږ سره ځینې اړیکې نیسي او غواړي چې له موږ سره خبرې وکړي. دا کار کیږي، نن یا سبا کیدونکی دی. پاکستان هم د دغو حالات د ځغملو توان نه لري. هغه چا چې خپله پر ځان کړي وي د هغه درد دوا نه لري.»

کرزي وویل، لکه څرنگه چې پاکستان له طالبانو سره خبرې اترې کوي، افغانستان هم غواړي چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

ولسمشر کرزي ټینگار وکړ، هغه کسان چې د یاغیانو ملاتړ کوي او افغانستان ته ځانمرگي برید کوونکي استوي، اوس دې نتیجه ته رسیدلي دي چې د تاوتریخوالي له لارې نه شي کولای خپلو اهدافو ته ورسیږي.

ولسمشر کرزي وویل: «نه د زور له لارې، نه هم د تهدید او تخریب له لارې. له افغانانو سره یوازې د دوستي له لارې کار کیدای شي او په دوستي کې موږ تر ټولو ښه دوستان یو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې معتصم اغا جان په دوبۍ کې د سولې د شورا له غړو سره لیدلې دي. خو طالبانو بیا د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره وویل چې معتصم اغا جان د هغوی استازیتوب نه کوي.

په داسې حال کې چې د پارلمان استازي د ولسمشر کرزي او طالبانو تر منځ د اړیکو هر کلي کوي خو روښانوي چې طالبان اوس هم د خبرو اترو له پاره چمتو نه دي.

د پارلمان یو تن غړی شریف الله کامه وال، وایي: «دا د خوښي ځای دی چې طالبان اوس وایي چې خبري کول غواړي. دا د افغانستان په گټه ده، د طالبانو په گټه او هم د پاکستان په گټه ده.»

ښاغلی کامه وال وایي چې یو شمیر استخباراتي حلقې د طالبانو ملاتړ کوي خو اوس پخپله دغه حلقې دې پایلې ته رسیدلي دي چې جگړه یې په گټه نه ده او له دې لارې نه شي کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي.

د پارلمان یو بل استازی محمد علي اخلاقي، وايي چې ولسمشر کرزی غواړي چې له واکه تر گوښه کیدو وروسته په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې پیاوړی نقش ولوبوي. ښاغلی اخلاقي زیاتوي: «دا خبرې د دې استازیتوب کوي چې ولسمشر د خپلې دورې تر پای ته رسیدو وروسته هم غواړي چې د سولې په بهیر کې فعاله پاتې شي. دا چې د هغه هڅې به څومره پایلې ولري، ښايي د وخت په تیریدو سره معلومه شي.»

د پارلمان دغه استازی وایي چې د طالبانو وروستي اعمال لکه د ښځو او ماشومانو وژل ښيي چې هغوی د سولې له بهیر سره ډیره لیوالتیا نه لري.

خو هغه څه چې لا تر اوسه پورې هم روښانه نه ده، هغه دا ده چې آیا ولسمشر کرزی پر دې توانیدلی دی چې د طالبانو له اصلي هستې سره اړیکه ټینگه کړي او که نه. ویل کیږي چې د طالبانو اصلي مشري د ملا عمر په مشرۍ د کویټې په نوم شورا ده.