1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: په سیمه کي د روسيې رول افغانستان ته ثبات بخښي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د افغانستان پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په مسکو کي د يوه امنيتي کنفرانس په څنډه کي ويلي دي چي د شوروي اتحاد او امريکا متحدو ايالاتو مقابلې د افغانستان پر وضعيت سخته اغېزه کړې.

https://p.dw.com/p/1IdHa
د افغانستان پخوانی جمهوررئيس حامد کرزی او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
انځور: Reuters/R. Klimentyev

د افغانستان پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په مسکو کي له «RT» تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي په مرکزي اسيا کي د روسيې قوی رول افغانستان پياوړی کوي.

کرزي ويلي دي چي د شوروي اتحاد او امريکا متحدو ايالاتو مقابلې د افغانستان پر وضعيت باندي سخته اغېزه کړې: «موږ د دغي مقابلې ترمنځ پاته وو، موږ ئې قربانيان وو. د دغه جريان اغېزې تر ننه پوري احساسيږي.»

هغه زياته کړې ده: «ځکه نو د شوروي اتحاد سره پاشولو او د هغه کمزورۍ موږ ته سخته ضربه راکړه. د يوه قوي شوروي اتحاد پرمهال موږ يو پياوړی افغانستان لاره.»

کرزي له ياد تلويزيون سره په مرکه کي زياته کړې ده چي دی ډاډه دی چي په سیمه کي د روسيې قوی رول د افغانستان د ثبات له پاره ډېر اړين دی: «د هغه څه له پاره چي موږ بايد کار پر وکړو او زه په لگيا يم دا دي چي روسيه د افغانستان امنيتي ځواک و روزي او زموږ سره سياسي او اقتصادي مرستي وکړي.»

روسيه باید د افغانستان د سولي په خبرو کي ونډه ولري

بله خوا د ازبکستان جمهوررئيس اسلام کريموف د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدني کتني پرمهال ويلي دي چي د افغانستان د سولي پروسې په خبرو اترو کي د روسيې گډون اړين دئ.

هغه ويلي دي: «زموږ په نظر دغه ستونزه بې له روسيې حلېدای نه سي. هر هغه څوک چي فکر کوي دغه کار بې روسيې کيږي ستره اشتباه کوي.»

د ازبکستان د جمهوررئيس په خبره: «د دې له پاره چي د افغانستان د سولي پروسې په خبرو کي پرمختگ راسي دا به ډېره مناسبه وي چي د روسيې استازي د خبرو اترو پروسې ته ور وبلل سي.»