1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: په فوټبال کي به اروپا ته چيلينج ورکړو

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، چي د افغانستان د فوټبال د غوره لیگ سیالو وښوده چې افغان استعدادونه کولای شي د نړۍ پرمختللو او غښتلو هیوادونو ته په فوټبال کې ماتې ورکړي.

https://p.dw.com/p/16Ty0

د افغانستان د فوټبال د غوره لیگ سیالۍ تیره اوونۍ د طوفان هریردو لوبډلي په بریا پای ته ورسېدلې.

جمهور رئیس کرزي د شنبې په ورځ ناوخته د دغه لوبډلي له غړو سره د ارگ په ماڼۍ کې د لیدو پر مهال هغوی وهڅول چې له امریکا او اروپايي ملکونو سره د سیالیو له پاره ځانونه چمتو کړي.

کرزي وویل د فوټبال غوره لیگ نړیوالو ته وښوده چې افغانان د جگړې دوستان نه، بلکي د ترقۍ، پرمختگ او سپورت مینه وال دي.

د افغان ولسمشر په وینا که څه هم امریکا د تخنیک، اقتصاد او تکنالوژۍ په برخه کې له افغانستان سره د پرتلې وړ نه ده، خو په فوټبال کې به نه یوازي دا چي افغان فوټبالران به امریکايي لوبډلي پر گونډو کړي، بلکي د اروپايي غوره لوبډلو سره به هم په سیاليو کي خپله وړتيا وښيي.

هغه د المپیک کمیټې پر مشرتابه باندي غږ وکړ، چې وتلو فوټبالرانو ته په سیمه ييزه او نړیواله کچه مربیان وگوماري:

«د المپیک کمېټه دنده لري چې د فوټبال د غوره لوبډلي د غښتلي کولو له پاره هغوی ته ملي او نړیوال مربیان وگوماري، او په خیر د افغانستان له اوسنیو لوبډلو څخه یوه ملي لوبډله جوړ کړو، اول به گاونډیانو ته ماته ورکړو، بیا به امریکا ماته کړو ځکه هغه په فوټبال کي دومره غښتلې نه ده، بلکي اروپایانو ته به هم ماتي ورکړو.»

د افغانستان د فوټبال د غوره لیگ پروسه د یو شمیر خصوصي او حکومتي بنسټونو په ملاتړ له نزدې یوې میاشتي راهیسي په کابل کې پیل شوي وه، چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.

که څه هم افغانستان څو لسیزو جگړو له هر اړخه ځپلی دئ خو تازه ئې د کرکیټ او فوټبال په لوبو کې پرمختگونه تر سترگو کیږي.

په خاصه توگه د افغانستان د کرکیټ الف لوبډلي په نړیواله کچه د خلکو پام ځان ته را اړولی دئ او د نړۍ له قدرمتندو لوبډلو سره د سیالي ډلي په سترگه ورته کتل کیږي.

افغان ولسمشر د ورزشکارانو د ملاتړ له پاره د حکومت پر ادارو د چټکو گامونو د پورته کولو غږ وکړ او زیاته ئې کړه، چې دا ورزشکاران دي چې د نړۍ په کچه د خپل هیواد نوم پورته کوي او نړیوالو ته ئې ور پیژني:

«په دې خاوره کي ځوانان سته، دلته استعداد سته، په دې خاوره کي توان سته، په دې خاوره کې د ترقۍ امکان تر بل هر هیواد ډير دئ، تاسو فوټبالرانو وښوده چي افغانستان ډیر پرمختگ کړی دئ او نور به ئې هم وکړي.»

په تیره یوه لسیزه کې د سپورت په ډگر کې افغانستان د پام وړ پرمختگونه کړي دي. افغانستان د المپیک په نړیوالو سیالیو کې دوه مډاله گټلي دي او د المپیک کورنۍ د یوه فعال غړي په توگه په دغه او سیمه یزو لوبو کې برخه اخلي.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل