1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: که امريکا پر پاکستان بريد وکړي، د پاکستان ملاتړ کوو

۱۳۹۰ آبان ۱, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد كرزي له يوه پاكستاني خصوصي تلويزيون سره په مركه كي ويلي، چي موږ د ملاعمر د نيول شوق نه لرو، بلکي زموږ هدف د ترهگرۍ له منځه وړل دي او دا چي، پر پاکستان باندي به د هرډول بريد څخه دفاع وکړي.

https://p.dw.com/p/12xCJ
«موږ د ملا عمر د نيولو هيڅ شوق نه لرو زموږ كار د ترهګرۍ د له منځه وړولو سره دى.»
«موږ د ملا عمر د نيولو هيڅ شوق نه لرو زموږ كار د ترهګرۍ د له منځه وړولو سره دى.»انځور: AP

ولسمشر کرزي د پاکستاني تلويزيون جيو نيوز سره په ځانگړې مرکه کي په تيرو څو کلونو کي افغانستان او پاکستان د تروريزم ښکار بللی.

هغه د برهان الدين رباني وژل د هغو طالبانو کار بللی، چي د پاکستان په کوټه ښار کي اوسيږي او په افغانستان کي وانکاري کوي.

« په كوټه كي چي كومه شورا ده د هغې شورا له لوري دا پلان جوړ سوى وو، هغه د امن په نامه له پاكستان څخه راغلى وو، ما يې په ټيپ كي خبري واوريدې چي د كوټي د شورا غړى وو.»

کرزي يو وار بیا پر دې خبره ټنگار وکړی، چي د هغه چا سره به هيڅ وخت خبري و نه کړي چي ځای يې نه وي معلوم.

نوموړي په دې مرکه کي له پاكستان څخه په كلكه غوښتنه كړې، چي هغه كارونه دي نه كوي چي « د افغانستان د تباهۍ او په دې هيواد كي د ترهګرۍ د پرمختګ سبب گرځي.»

ولسمشر کرزي هغه ادعاوي ټولي رد کړې چي گواکي په پاکستان کي افغان کډوال په بريدونو کي لاس لري.

« د جي ايچ كيو په پيښه كي خو د افغان كډوالو لاس نه وو، د لاهور پيښه، د كراچۍ د نيوي پيښه په كوټه كي د هزارګانو پيښي او داسي نوري دا خو افغانانو نه دي كړي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي د جيو نيوز تلويزيوني شبکې ددې پوښتني په جواب كي، چي په افغانستان كي خو د ايران تر څنګ ډيرى ګاونډي هيوادونه نور هم لاسوهنه كوي، نو ولي افغانستان پر پاكستان دغه پړه ور اچوي؟ په یو جلا انداز وويل:

« دغه خلګ له كوټي راځي، كوټه چيري ده؟ په پاكستان كي ده، كوټه د بلوچستان ايالت مركز دى، دلته ددې ايالت وزير اوسي، دلته د اى ايس اى مركز دى، له دغه ځايه راځي او په افغانستان كي ورانكارۍ كوي.»

هغه په دې مرکه کي يوار بيا پر دې ټنگار کړی، چي ترهګر په پاكستان كي روزل كيږي او افغانستان ته ليږل كيږي، بله دا چي د طالبانو شورا او د حقاني شبكه په پاكستان كي دي.

هغه زياته کړې، چي موږ د ملا عمر د نيولو هيڅ شوق نه لرو زموږ كار د ترهګرۍ د له منځه وړولو سره دى.

کرزي ددې پوښتني په جواب کي چي، که کوم هيواد پر پاکستان باندي بريد وکړي د چا ملاتړ به کوي، وويل د پاکستان.

په بله پوښتنه کي، چي که چيري امريکا برید پر وکړي د چا ملاتړ به کوي هم سمدلاسه په جواب کي وويل، چي بيا به هم د پاکستان ملاتړ کوي.

ولسمشر کرزي د پاکستان هغو انديښنو ته چي د هند او افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه يې لري په جواب کي وويل:

« له هندوستان سره د افغانستان ښې اړيکي د افغانانو په كټه دي، ځكه چي موږ د هندوستان له ښې او پياوړي اقتصادي ترقۍ او تجربو څخه ګټي تر لاسه كولاى سو، دغه اړيکي په پاكستان پوري هيڅ اړه نه لري، زه باورلرم، چي دغه ښې اړيكي به يو وخت هم د پاكستان پرخلاف و نه کار ول سي.

كرزي په دې مركه كي دا هم ويلي، چي كه پرپاكستان باندي له هري لوري بريد وسي، نو افغانستان به ددې هيواد او خلګو ملاتړ وکړي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زیارمل