کرزی: که د فساد مخه و نه نيسو له تباهۍ سره به مخ سو
۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبهپه افغانستان کي له اداري فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ تر خپلي دقيقي نېټه يوه اونۍ وروسته ولمانځل سوه.
افغانستان د نړۍ په کچه د اداري فساد له اړخه دوهم ځاي خپل کړي دي.
افغان ولسمشر چي په ادارو کي يې د فساد د شتون له کبله تر نړيوالو فشارونو لاندي دی نن ومنله چي د حکومت په لوړو برخو کي فساد شتون.
کرزي وويل ترهغه چي په ادارو کي کاري اصول ساده نسي دا به ګرانه وي چي د فساد مخ نيوی وکړای سو.
کرزي خبرداري ورکړ چي که د قوانينو او اداري پروسيجرونو په ساده کولو کي پاته راسي دغه فساد به خپلي ريښي نوري هم پراخي او ځواکمني کړي.
« که چيري په ادارو کي هر څومره د لاسليک ورکونو او لاسليک اخيستونکو څانګي کمي سي، هغومره به خلکو ته د سر خوږی جوړولو او د فساد چانس کم سي.»
د روڼوالي نړيوال سازمان يو راپور چي څو اونۍ دمخه خپورسو ښيي چي په افغانستان کي په بې ساري توګه د فساد کچه لوړه سوې او له سوماليا وروسته دغه ملک د فساد له اړخه دوهم مقام تر لاسه کړی دی.
ولسمشر کرزي د ادارو پر لوړ پوړو غړو ږغ وکړی چي د فساد د له مينځه وړلو لپاره جدي ګامونه واخلي تر څو عادي مامورينو ته د دندو د خوندي توب تظمين ورکړل سي او د فساد مخ نيوی وسي.
افغان ولسمشر د نړيوالوهغه انديښنې پر ځای وبللې چي ګواکي فساد د حکومت او ملت تر منځ د واټن د رامنځ ته کيدو لامل سوی.
خودې ته يې هم ګوته ونيوله چي يوازي افغانان په فساد کي نه بلکي دلته راغلي بهرنيان هم په فساد کي ډوب دي.
« فساد يوازي په افغاني ادارو کي نه بلکي په هغو انجو ګانو او نړيوالو يو شمير سازمانونو کي هم سته چي په افغانستان کي د پروژو او نورو چارو په برخه کي کار کوي».
له اداري فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ نن په داسي حال کي ولمانځل سوه چي د افغان حکومت له لوري په تيرو څو کلونو کي له اداري فساد سره د مبارزې تر نامه لاندي بيلا بيلي ادارې جوړي سوي دي.
ډيری افغانان د دغو ادارو کړنو ته د شک په سترګه ګوري. هغوی وايي افغان حکومت اوس په اداري فساد کي هومره ډوب سوي چي په لنډ محال کي يې د را ويستلو شونتيا محال بريښي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی:نجيب الله زيارمل