1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: که سره يوسوترهگرپه يوه ورځ کې له منځه وړو

۱۳۸۶ مرداد ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن جرگه نن د ښاغلي حامد کرزي په وينا سره پرانستل سوه

https://p.dw.com/p/DK8u
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP
ده د تل په شان لومړی د خپل پنځه کلن د ولت پر بهير باند ي يوڅه وږ غېدی او ويي ويل چې اوس افغانستان د مخکي کلونو په پرتله ډ ير د ترهگرۍ قرباني دی.
نوموړی د جرگې گډ ونوالو ته وويل چې موږ بايد په دې پوه سو چې په د واړو هېواد ونوکې امنيت د چا لخواخرابېږي، زموږ عالمان ، ماشومان ، ډ اکټران او انجنران ولي وژل کېږي او دا د چا د لاسه.
ولسمشر وويل که موږ د واړه ولسونه پرېکړه وکړو چې ترهگر ورک کوو په يوه ورځ کې يې له منځه وړو.
جرگې ته د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز د خبرو په پيل کې د د واړو هېواد ونو سرنويشت سره تړلی وباله او د افغانستان برياليتوب يې د پاکستان کاميابي و بلل.
جرگې چې د رې ورځي به د وام وکړي د د واړولوروله خوا شاوخوا 700 تنو برخه اخستې.
ټاکل سوي وه چې د امن په جرگه کې به د پاکستان مشر پروېز مشرف برخه اخېستې وای خو د جرگې د پيل څخه يوه ورځ مخکي يې اعلان وکړي چې نوموړی به د ځينو شخصي ستونرو له کبله په جرگه کې برخه وانه خلي.
د کتونکو په اند دا جرگه که چيري کومي پايلي ته هم رسيده خو پروېز مشرف پخپل نه راتگ سره هغه بې پايلي کړه.
د امن د جرگې مشر د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شېرپاو اومرستيال يي د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير ډاکټر عبدالله عبدالله وټاکل سول.
د غه راز اسماعيل يون او روستم شاه مومند د جرگې د منشيانو په توگه ونومول سول.