1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروواسيا په اروپايي ټولنه کي غړيتوب ولمانځه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۰, دوشنبه

کروواسیا په اروپايي ټولنه کې خپل رسمي غړیتوب ولمانځه. دغه هیواد د شبنې په شپه د دغي ټولنې تر ټولو نوی او ۲۸ غړی هيواد شو. ويل کيږي چي په اروپايي ټولنه کې غړیتوب به له کروواسیا سره د اقتصادي ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/18z3q
Croatian and the EU flags are seen at an intersection in Zagreb, Croatia, Saturday, June 29, 2013. Croatia is to join the European Union on July 1, 2013. (AP Photo/Darko Bandic)
Kroatien EU Beitritt Flaggen Symbolbildانځور: picture-alliance/AP

کروواسيا تر ۲۰۰۷ کال وروسته د اروپايي ټولنې تر ټولو نوی غړی هیواد دی. دغه هیواد د د يکشنبې د ماښام تر دولسو بجو وروسته، په رسمي ډول د اروپايي ټولنې غړی شو.

په کروواسیا کې له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۵ کاله پورې کورنۍ جگړه روانه وه چې د ۲۰۰۰۰ انسانانو د ژوند په قیمت د دغه هیواد په خپلواکۍ تمامه شوه. دې هیواد اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه ډیري اقتصادي او سیاسي اصلاحات پيل کړل.

د دوشنبې په ورځ سهار وختې نړیوالو مشرانو کروواسیا ته د اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو له کبله تبریکي ورکړه. د اروپايي کمېسیون مشر خوسي مانویل باروسو، په دې اړه وویل: «موږ بالاخره دغي تاریخي شپې ته ورسیدو. دا ستاسو غوښتنه وه چې له اروپايي ټولنې سره یوځای شئ او دا کار ستاسو د سختو زحتمونو له کبله ممکن شو.»

کروواسیا ۴.۴ میلیونه نفوس لري. دغه هیواد تر سلوانیا وروسته له یوگوسلاویا څخه جلا شوی دوهم هیواد دی چې د اروپايي ټولنې غړیتوب یې ترلاسه کړی دی. سلوانیا په ۲۰۰۴ کال کې د اروپايي ټولنې غړی شو.

کروواسیا په داسې حال کې د اروپايي ټولنې غړیتوب تر لاسه کوي چې دغه ټولنه پخپله له اقتصادي ستونزو سره لاس او گرایوان ده او غړي هیوادونه یې یو په بل پسې له مالي کړکیچونو سره مخامخیږي.

کروواسیا په خپله هم له څلورو کلونو راهیسې له ستخو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده. په دې هیواد کې د بیکارۍ کچه ۲۰ سلنه ته رسیږي او د کورني ناخالص عاید کچه یې د اروپاي ستندردونو په پرتله ۳۹ سلنه لږ دي.

خو که هر څه وي کروواسیا د خپل استقلال تر ترلاسه کولو وروسته، له اروپايي ټولنې سره له یوځای کیدو سره لیوالتیا ښوولې ده. تیر کال کروواسیایانو په یوه ټولپوښتنه کې له دې خبرې سره خپل ملاتړ اعلان کړ چې غواړي له اروپايي ټولنې سره یوځای شي.