1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر وایي له افغانو میرمنو څخه ملاتړ کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبه

د امریکا دولت وایي چي له وسله والو طالبانو سره د سولي د خبرو اترو پر مهال باید د ښځو او لږکیو حقوق له هر راز تیري څخه خوندي وي. کابل کي د امریکا سفیر وایي هیواد به ئې افغانو میرمنو سره خپلي مرستي جاري وساتي.

https://p.dw.com/p/13wvF
کروکر وایي چي د امریکا د سولي له پاره پر څپلو پخوانیو شرطونه ولاړه ده
کروکر وایي چي د امریکا د سولي له پاره پر څپلو پخوانیو شرطونه ولاړه دهانځور: AP

د تیري میاشتي په وروستیو وروځو کې طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له متحده ایالاتو سره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانستلو په اړه یوي لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي. په دې ترڅ کې تر اوسه پوري څو ځله امریکايي ډيپلوماتانو د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

خو د سولي د خبرو له پیلیدو سره جوخت په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمیر مدافع سازمانونو د ښځو د حقونو د خونديتوب په اړه اندیښني څرګندي کړي دي.

هغوی وایي چي د ښځو هغه لاس ته راوړني او حقونه باید په قمار و نه وهل شي چې په تیرو لسو کلونو کې تر لاسه شوي دي او تر څنګ ئې باید له طالبانو څخه د لږکیو حقونو ته هم د درناوي تظمین واخیستل شي.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کروکر، ویلي دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو په بهیر کې دغه دوه موضوعگاني په پام کي نیولي کیږي. کروکر زیاته کړې ده: «موږ د سولي په خبرو کې د ښځو، لږکیو او مدني ټولنو د حقوقو ملاتړ کوو. موږ له خپلو شرطونو څخه نه تیریږو، په خاصه توګه له دې شرطونو چې طالبان باید له القاعدي سره خپلي اړیکلي وشلوي، د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.»

د بشري حقونو مدافع ټولني ویره لري چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي په صورت کي کیدای شي چي د ښځو په ژوند کې رامنځ ته شوي نسبي پرمختګونه زیانمن شي.

ډیري ښځي ویره لري چې که طالبان له سیاسي بهیر سره یو ځای شي نو هغوی به د خپلي واکمني دوري په څير هیڅ کله هم د ښځو حقونو ته درناوی و نه کړي. د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي ښځو د کار او ښوونځي ته د تلو او پرټه له محرمه له کوره څخه د وتلو اجازه نه درلودله.

دا په داسي حال کي ده چي په کابل کي د امریکا سفیر راین کروکر، ټینگار کوي چي له افغان میرمنو سره به د امریکا مرستي جاري وي. کروکر وایي: «په تیرو درو کلونو کې امریکا د ښځو او نجونو د ښووني او روزني په برخه کې ۶۰۷ ملیونه امریکايي ډالر لگولي دي. له افغانو میرمنو او نجونو سره د امریکا د خلکو او حکومت مرستي کال په کال د زیاتیدو په حال کې دي.»

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نورو حقونو تر څنګ له ښځو او نجونو څخه د کار او تحصیل حق اخیستل شوی وو. خو د نوې حکومت په راتګ سره په دغه برخه کې ډیر پرمختګونه شوي دي. اوس افغاني میرمني په پارلمان کې څوکۍ لري، په ملیونونو تنه ئې ښونځيو ته ځي، او په زرهاوو تنه نوري ښځي بیا د دفتري کارونو تر څنګ په سوداګرۍ او نورو کارونو بوختي دي.

میرویس جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب