1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر له خپلې دندې گوښه کیږي

۱۳۹۱ خرداد ۲, سه‌شنبه

ویل کیږي چې په افغانستان کې د امریکا اوسنی سفیر به په روانې میاشت کې له دغې دندې ګوښه شي او پر ځای به ئې جیمز کانینګهام په کابل کې د امریکا سفیر شي.

https://p.dw.com/p/14zkF
انځور: AP

جیمز کانینګهام اوس په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال دئ. لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې ولې کروکر خپله دنده پریږدي. کروکر د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشتې کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت مشري پر غاړه واخیسته.

جیمز کانینګهام په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت د مرستیال په توگه دنده پیل کړه. هغه تر دې مخکې په اسرائیلو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر پاته شوی دئ. د دې له پاره چې هغه په کابل کې د امریکا سفیر شی باید لومړی ځان دې دندې ته ونوموي او تر هغه وروسته د سنا له خوا ئې مقرري تأیید شي.

کروکر په داسې وخت کې چې امریکا غواړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي په دې هیواد کې دنده تر سره کوي. هغه په شیکاگو کې د افغانستان په هکله په غونډه کې هم کډون کړی وو. په دې غونډه کې د ناټو مشرانو یو ځل بیا په دې خبرې ټینگار وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان یوازې پرې نه ږدي او له دې هیواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کروکر په ډیرو سختو شرایطو کې په افغانستان کې د امریکا استازیتوب پر غاړه درلود. د هغه د ماموریت پر مهال د امریکا د سفارت په گډون د غربي هیوادونو پر ډیرو دفترونو باندې بریدونه وشول.

له افغانستان څخه د کروکر د تلو خبره په داسې وخت کې راپورته کیږي چې یوازې څو ورځې مخکې په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر خپلو کارمندانو ته وویل چې هغه به په راتلونکو میاشتو کې خپله دنده پریږدي.

کروکر په عراق کې د خپل ماموریت پر مهال د امریکايي او نورو سیاستوال درناوی او پام راجلب کړ. هغه له ۲۰۰۷ کاله تر ۲۰۰۹ کال پورې په عراق کې د متحده ایالاتو سفیر وو. کروکر همداراز په پاکستان، سوریې، کویټ او لیبنان کې د امریکا د سفیر په توگه دنده تر سره کړې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم