1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريستيان ولف د المان نوی جمهوررئيس و ټاکل سو، هغه څوک دی؟

۱۳۸۹ تیر ۱۰, پنجشنبه

ډيرلږ داسي سياستوال پيدا کيږي چي وايي واک ته د رسېدو دپاره مبارزه نه کوي. په 2008 کال کي دغسي يوه خبره د المان د نيدرزاکسن د ايالت لومړي وزير کريستيان ولف د انځوريزي مجلې سره په يوه مرکه کړې وه.

https://p.dw.com/p/O6wf
د جرمني نوی جمهوررئيس کريستيان ولف
د جرمني نوی جمهوررئيس کريستيان ولفانځور: AP

نوموړی چي اوس د المان د جمهوري رياست د پاره کانديد دی بيا هم پر خپله دې خبره ولاړ دی چي واک ته د رسيدو د پاره هلي ځلي نه کوم.

هغه وايي،که څه هم په سياست کي دا نسته مگر زه تر اوسه پوري په دې عقېده يم چي واک ته د رسېدو د پاره حرص نه لرم. زه دا ډير ښه وينم چي د سياست په ډگر کي بايد ټول په يوه ډول نه وي، بلکي بايد ډول ډول وي.يعني راتلونکې په سوله خوښونکو او نرمو سياستولاو پوري.موږ په سياست کي ددې اړتيا وينو چي داسي کسان وي چي د مسائيلو سر بل ډول برخورد ولري.

کله چي دا پوښتنه کيږي چي ولسونه بايد څه ډول وي ولف ددې طرفداره دي چي ولسونه سره يو ځای سي نه داچي سره جلا سي. هغه د ولسونو تر منځ د پله حيثيت لوبوي. دا هغه خبري دي چي دئ د مجهوري رياست مقام ته مناسيب کوي.

يو ټولن پېژندونکی وايي چي دی غواړي خلک سره يو موټی کړي او هغه يې د يو ښه اساس شخصيت گڼلی.

کريستيان ولف يو وخت په يوه نظر پوښتنه کي د جرمني د محبوبو سياستوالو په ډله کي شمېرل سوی و.

څني خلک داسي فکر کوي چي کريستيان ولف د المان د مسېحي ډيموکراټ په گوند کي د لومړۍ وزيري انگيلا مير کل یو پياوړی سيال بلل کېدی. د هغوئ په نظر داچي اوس د جمهورري رياست د چوکۍ دپاره نومول سوی نو د ميرکل د مخه به يو مهم سيال هم ليري سوی وی.

کرستيان ولف د 2003 ميلادي کال راپدېخوا د المان دنيدرزاکسن د ايالتي حکومت مشر دی او په دغه موده کي هغه په خپل کار کي د سترو لانجو او پيښو سره نه دی مخامخ سوي.

يوازي دوه کاله دمخه دی د خپلي پخوانۍ مېرمني څخه جلاسوی چي په څينو ورځپانو کي په دې هکله تبصرې او خبري سوي وې.

دده اوسنۍ مېرمن بيتينا ولف نوميږي او جنوبي افريقاته د يو سفر په وخت کي د يو بل سره پېژوندلي. او اوس د هغې څخه يو زوی هم لري

کريستيان ولف حقوق پوه او مدافع وکيل دی. کله چي دی څلورلس کلن و دده ناسکه پلار د موره څخه جلاسوی او د هغه وخت څخه راپدېخوا نو ده بايدد خلپي ناروغي مور او کوچنۍ خور خدمت کړی وای.

لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل او کريستيان ولف
لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل او کريستيان ولفانځور: AP

د ی لا متعليم و چي د المان د مسحي ډيموکراټ د گوند غړی سوی او په ښوونځی کي د گوند د ځوانانو ديوې ډلي مشرو.

دی د المان د پخواني لومړی وزير هيلموت کول د پلويانو او علاقه مندانو څخه بلل کيږي.

د نيدرزاکسن ايالت په کابينه کي هغه مهم کار چي حتي په بهر کي هم د خبري رسنيو پاملرنه ځانته اړولې دا بلل کيږي چي دده په وروستۍ ايالتي کابينه کي يوه ترکۍ مسلمانه ښځه د وزارت مقام ته رسېدلې.

ده دغه راز د المان د موټر جوړلو لوی شرکت VW د نيدر زاکسن په ايالت کي ساتلی.

هغه د نيدر زاکسن په ايالت کي د ولس سره ډيري ښې اړيکي پالي او په دې هکله دی وايي:

زه دا احساس کوم چي د نيدر زاکسن وگړي زما څخه پلوي کوي. دی وای چي د حکومت چاري ډير ستونزمني دي خو بيا هم په ورځنيو چارو کي هيله ده چي ما سمي پرېکړي کړي وي.

د کريستيان ولف په هلکه د المان د کار او ټولنيزو چارو وزيره اورزولا فوندر لاين چي دا پخپله هم د نيدرزاکسن د ايالت وگړې ده وايي چي ولف په خپل کارکي ډير بريالی و.

دی پخپله 51 کلن او مېرمن يې 36 کلنه ده هغه د خپلي لومړی مېرمني څخه دوه کوچنیان لري او د اوسنۍ څخه يو زوی لري.

Gräßler,Bernd/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل