1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريسمس د نړۍ ستونزي دوا کوي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه

د آلمان ولسمشر یوآخیم ګاوک، د کریسمس یا عیسوي اختر د رارسیدو په مناسبت په خپلو خبرو کې په اوسني وخت کې د ټولنیز یووالي غوښتنه کړې ده. د ګاوک بیانیه به د سه شنبې په ماښام د تلویزیون له لارې خپره شي.

https://p.dw.com/p/178RV
انځور: Getty Images

دا د مارچ په میاشت کې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته د یوآخیم ګاوګ لومړنۍ تلویزیونې بیانیه ده چې د دوشنبې په ورځ یې لیکلې بنه خپره شوه.

ګاوت په خپلو خبرو کې وویل چې کریسمس د نړۍ د ټولو دینونو لرونکو له پاره اهمیت لري. هغه د کال دغه وخت د ټولو له پاره د مرسته کولو او تفکر دوران وباله. ښاغلي ګاوک وویل چې آلمان هغو بهرنیو ته چې په خپل هیوادونو کې له ستونزو سره مخامخ دي ځای ورکوي خو هغه پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې آلمان نه شي کولای ټولو هغو کسانو ته ځای ورکړي چې غواړي دې هیواد ته راشي.

د سرتیر ستاینه

ګاوک افغانستان ته خپل وروستي سفر ته اشاره وکړه او ویویل چې هغه د دې خبرې تر تأثیر لاندي راغلی دی چې په افغانستان کې میشت آلمان ځواکونه څرنګه له ترهګری سره مبارزه کوي او د دې هیواد له اوسیدونکو سره مرسته کوي.

هغه وویل چې افغانستان ته د هغه سفر ده ته دا خبره ور په یاد کړه چې په اروپا کې ۶۰ کلنه سوله ډیره مهمه ده. هغه د متحدي اروپا ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: «اروپا په پوره حق سره سږ کال د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه.»

آلمان د یورو کړکیچ سره ښه مبارزه کوي

ښاغلي ګاوک وویل چې که څه هم په اروپا کې د یورو کړکیچ روان دی خو آلمان له دې وضعیت سره په سمه توګه مبارزه کوي او د هغه په خبره دغه هیواد با ثباته دی. ګاوک په خپلو خبره کې وویل چې پر دې سربیره هم د یو شمیر آلمانیانو ژوند بې ثباته دی، د بډایو او بیوزلو تر منځ واټن د ډیریدو په حال کې دی. هغه همداراز د اقلیم نړیوال بدلون ته اشاره وکړه او ویویل چې د دې بدلونونو له پاره باید نوي ځوابونه راپیدا شي.

د آلمان ولسمشر همداراز په وروستیو کې په آلمان کې پر ګډوالو باندي بریدونو ته اشاره وکړه او ویویل: «موږ تاوتریخوالي سخت اندیښمن کړي یو. موږ دې خبري اندیښمن کړي یو چې د اورګاډي په تمځایونو او سړکونو کې پر خلکو باندي د دې په خاطر بریدونه کیږي چې هغوی تور وریښتان او یا تور پوست لري.»