1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريميا غواړي له روسيې سره يوځای سي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۵, پنجشنبه

د کريميا په پارلمان کي د رايو اکثريت ښوولې ده چي د اوکرايين دغه نيمه ټاپو غواړي له روسيې سره يو ځای سي. په پلان کي ده چي د رواني مياشتي په نيمايي کي په دې اړه يوه ټولپوښتنه (رفراندوم) هم ترسره سي.

https://p.dw.com/p/1BLAt
انځور: REUTERS

په کريميا کي د روسيې پلوي سياستوالان په دې تلاښ کي دي چي دغه نيمه ټاپو له اوکرايين څخه جلا او له روسيې سره يو ځای سي. روسي رسنيو خبر ورکړی دی چي په سيمفروپل کي د کريميا پارلمان استازو د رايو په اکثريت سره ويلي دي چي غواړي د روسيې له فدراسيون سره يو ځای سي.

په پلان کي ده چي د کريميا د راتلونکي په اړه به د مارچ مياشتي پر ۱۶ نېټه په دغه نيمه ټاپو کي يوه ټولپوښتنه ترسره سي. په دغه ټولپوښتنه کي بايد رايي ورکوونکي په دې اړه چي غواړي يو خپلواک سيمه ييز استقلال ولري او که له روسيې سره يو ځای سي پريکړي وکړي.

د کريميا پارلمان دغه راز د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين څخه غوښتي دي چي د روسيې له فدراسيون سره دي د کريميا نيمه ټاپو د يوځای کېدو شرايط تر غور لاندي ونسي.

د کريميا د پارلمان ودانۍ مخي ته راټولو سوو خلکو د پارلمان تر پريکړي وروسته د «روسيه روسيه» نارې وهلې.

په کريميا کي ډېر روسي وگړي

کريميا له ۱۹۹۲ کال راهيسي په اوکراين کي خپلواک سيمه ييز استقلال لري. دغه نيمه ټاپو تر ۱۹۵۴ مېلادي کاله پوري په پخواني شوروي اتحاد پوري اړه لرله. د دغه ټاپو په سيواستوپل کي د روسيې د توري بحيرې سمندري آډه موجوده ده.

د دغي سيمي ډير وگړي په روسي ژبه خبري کوي او تر غرب له روسيې سره يو ځای کېدل غوره گڼي.