1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريميا له روسيې سره د يوځای کېدو اعلان وکړ

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۶, دوشنبه

د کریمیا پارلمان له روسیې سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړه. دغه اقدام وروسته له هغې تر سره کیږي چې د یکشنبې په ورځ د تر سره شوي ټولپوښتني پایلې ښيي چې ۹۶،۸ سلنه د کریمیا اوسیدونکي له اوکرايین څخه بیلتون غواړي.

https://p.dw.com/p/1BR1U
انځور: Reuters

د دوشنبې په سهار د کریمیا ټاکنیزو چارواکو د تور سمندرگي په دغه نیمه ټاپو کې د تر سره شوي ریفرنډم یا ټولپوښتني رسمې پایلې اعلان کړې. د ټولپښتني کمېسیون د مشر میخایل مالېښف، د معلوماتو له مخې ۹۶،۸ سلنه د کریمیا اوسیدونکو د روسیې له فیدراسیون سره د یو ځای کیدو په پلوۍ رایې ورکړي دي. اټکل شوې ده چې ۸۳ سلنو خلکو په رایې اچونه کې گډون کړی دی، دا په داسې حال کې ده چې ډیری مخالفینو د دغه گام د تحریمولو له پاره غږ کړی وو.

د دغه رسمي پایلې تر اعلانیدو وروسته دا خبره په ډاگه شوه چې د کریمیا پارلمان له مسکو سره د یو ځای کیدو رسمي غوښتنه کړې ده او کریمیا خپله خپلواکمني اعلان کړه.

د دوشنبې په ورځ د کریمیا پارلمان له خوا په تائید شوي سند کې راغلي دي: «د کریمیا جمهوریت له ملگرو ملتونو او نړۍ له نورو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې کریمیا د یوه خپلواک دولت په توگه په رسمیت وپيژني.»

دغه اعلاميه وړاندي کاږي: «د کریمیا پر خاوره باندي د اوکراین د دولتي ادارو فعالیتونه پای ته رسیږي او د هغوی واکونه، ملکیتونه او بودیجه د کریمیا دولتي ارگانونو ته انتقالیږي.»

د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د پارلمان دواړو خونو ته د کریمیا د موضوع په اړه وینا وکړي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخي د اوکرایین پارلمان د جمهوري ریاست هغه یو فرمان منلی دی چې قسماَ په راتلونکو دوو میاشتو کې د احتیاط سرتیري په دندو وگماري. د اوکرایین د ملي امنیت او دفاع شورا سیکرتر اندرې پاروبایي د دوشنبې په ورځ ویلي دي د دغه پلان چې د احتیاط ۴۰ زره سرتیري به پکښې گډون ولري موخه دا ده تر څو «د اوکرایین په جنوب ختیځ سیمو کې د کریمیا سیناریو یو ځل بیا تکرار نه شي.»

روسي رسنیو د ریفرندم نتیجه ستایلې ده

روسي رسنیو په کریمیا کې د یکشنبې په ورځ د تر سره شوي ټولپوښتني نتیجه ستایلې ده چې د اوکرایين پر ځای یې له روسیې سره د یو ځای کیدو پریکړه کړې ده. د اوکرایین مؤقتي حکومت له اروپایي ټولني سره نزدې اړیکې لري.

د روسیې یوې مشهوري ورځپاڼې «کمسمولسکایا پراودا» لیکلي دي: «کریمیا بیرته روسیې ته راگرځي.» تر ۹۱۵۴م کاله پورې، د کریمیا نیمه ټاپو د روسیې تر واکمنۍ لاندي وو او تر هغې وروسته روسي چارواکو د دغه نیمه ټاپو واک اوکرایین ته وسپاره. د لویدیځو هیوادونو د مشرانو له لوري د دغه ریفرنډم د پایلو ردولو ته په اشارې سره د Izvestia نومې ورځپاڼې لیکلي دي: «ښایي د ځینو په دغه څه خوښ نه راځي، خو موږ پرې خوشاله یو.»

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

په عین وخت کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې سره غونډه کوي، څو د روسي چارواکو پر ضد بندیزونه ولگوي که نه. په دغو بندیزونو کې د ویزو نه ورکول او د شتمنیو کنگلول شامل دي.