1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کريکټ: راشد لطف له دندي استعفا وکړه

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

پخواني پاکستاني لوبغاړي او د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلي روزنکی راشد لطيف د پاکستان څخه تر ماتي وروسته له دندي استعفا ورکړې.

https://p.dw.com/p/11Zzc
راشد لطيف
راشد لطيفانځور: DW

د افغانستان لوبډلي ته د پاکستان لوبډلي د يو ورځنيو لوبو په دري لوبو کي پر لپسي ماته ورکړې وه. د فرانس پريس آژانس سره د خبرو پر مهال راشد لطيف ويلي چي:« د افغان لوبډلي تر ماتي وروسته ما په سمدستي توګه خپله استعفا وړاندي کړې وه، چي د دوشنبې په ورځ ومنل سوه. که زما د ټولو هلو ځلو سره سره په افغان لوبډله کي کوم ښه والی نه راځي، نو زما د پاره په دې دنده کي د پاته کيدو کوم جواز نسته.»

42 کلن راشد لطيف تير کال د جولای په مياشت کي دغه دنده پر غاړه اخيستي وه. د راشد لطيف په مشري د افغانستان لوبډلي تير کال په چين کي د آسيايي لوبو په پړاو کي په نيمه فاينل کي پاکستان ته ماتي ورکړې وه.

خو بيا وروسته افغان لوبډلي د بنګله ديش د لوبډلي څخه ماتي وخوړه او په دې وتوانيد چي د سپينو زرو مډال تر لاسه کړي.

همدا راز راشد لطيف هغه ټولي آوازې هم رد کړې چي گواکي د لوبډلي په مينځ کي دي کوم درز پيدا سوی وي:

« زه د افغان لوبډلي د روزنکي په توګه ډير خوشحاله ووم. افغان لوبغاړي ډيراحساساتي دي. لاکن دا زما د اصولو خلاف دي چي کار دي نه وي او زه دي بيا هم هلته ناست يم. زه د افغان لوبغاړو ډير درناوي کوي، او هغوی ماته هم په درنه سترګه ګوري، زموږ تر منځ هيڅ کوم اختلاف نسته.»

د افغانستان د کريکټ بورډ ACB مشر نسيم الله دانش وايي چي د راشد لطيف استعفا منل سوې ده او اوس موږ په دې لټه کي يو چي دهغه ځای ناستی وټاکو.

دافغان لوبډلي د پخواني روزنکي کبير خان نوم د هغه د ځای ناستي په نوم يادول کيږي. دانش فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي:« موږ دا محسوسه کړې چي افغان لوبډلي بايد د پاکستان د لوبډلي څخه ماتي نه وای خوړلې، لطيف زموږ په ارزو ګانو پوره ونه خوت، اوس به موږ په نورو لارو چارو غور کوو.»

د کريکټ لوبه په افغانستان کي هغه وخت مشهوره سوه کله چي په 2001 م کال کي افغان کډوال د پاکستان څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه سول. افغانانو دغه لوبه د مهاجرت په ورځو شپو کي په پاکستان کي زده کړې وه.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل