کرکیټ: آسترالیا افغانستان ته ماتې ورکړه
۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبهاعلان
په شارجه کې د افغانستان او آسترالیا تر منځ د کرکیټ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه آسترالیا گټلې ده. آسترالیا د پچې تر گټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه او په ټاکل شوو پنځوسو اوورنو کې ئې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ئې ۲۷۲ منډې جوړې کړي.
خو کله چې د افغانستان د منډو جوړولو نوبت راورسید نو لومړنی لوبغاړی ډیر ژر وسوځید او هغه وخت افغانستان یوازې شپږ منډې جوړې کړې وي. د افغانستان لومړني څلور لوبغاړي په پرلپسې توگه ډیر ژر وسوځیدل. په پای کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۳ اوور کې د ۲۰۶ منډو په جوړولو سره وسوځیدل او آسترالیا دغه لوبه په ۶۶ منډو سره وگټله.