1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکیټ: افغانستان هالنډ ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه

۱۳۹۴ تیر ۱۸, پنجشنبه

د ۲۰۱۶م کال د کرکیټ د شل اووریز نړیوال جام له پاره د غوراوي سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې افغانستان هالنډ ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه. په یوه بله لوبه کې بیا سکاټلنډ متحده عربي آماراتو ته ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/1Fw0t
انځور: Getty Images/AFP/Martin Hunter

هالنډ د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته د افغانستان لوبډلې ته د منډې جوړولو بلنه ورکړه. خو د افغانستان پیل ښه نه وو. افغانستان خپل لومړی لوبغاړی محمد شهزاد هغه وخت له لاسه ورکړ چې یوازې پنځه منډې یې لرلې. کپتان اصغر ستانکزی هم ښه و نه ځلید او د ۱۹ په مجموعي منډو د افغانستان دوهمه ویکټه له لاسه ورکړه. د ۳۹ په مجموعي منډو د افغانستان دریم لوبغاړی هم سوځیدلی وو.

په ننۍ لوبه کې نوروز منگل هم ۲۹ منډې جوړې کړي. تر هغې وروسته سمیع الله شینواري او پخواني کپتان نوروز منگل لوبه راکابو کړه. د دواړو تر منځ د ۵۷ منډو شراکت وشو. د محمد نبي تر سوځیدو وروسته نجیب الله ځدراڼ او شینواري لوبې ته ادامه ورکړه. محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ هر یو ۳۳ منډې وکړې. په ننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې تر ټولو زیاتې د سمیع الله شینواري ۴۴ منډې وې. نجیب الله ځدراڼ ۴ شپږیزي ووهلې. افغانستان په ټاکل شوو شلو اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره د هالنډ لوبډلې ته د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې هالنډي توپ وهونکو له لومړي سره تیزه لوبه پیل کړه خو لومړنۍ لوبغاړې یې د ۱۷ په مجموعي منډو وسوځید. تر هغې وروسته هالنډي توپ وهونکي کوپر خپلې تیزې لوبې ته ادامه ورکړه او مجموعي منډې یې تر ۶۶ ورسولې. هغه په ۲۳ توپونو د درو شپږیزو او یوې څلوریزې پر مټ ۳۶ منډې وکړې. خو تر هغه وروسته هیڅ کوم هالنډی لوبغاړی د افغان بالرانو پر وړاندې ټینگ نه شو او یو په بل پسې ویکټې لویدې.

د هالنډ ټوله لوبډله په وروستي یعنې شلم اوور کې د ۱۳۰ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده او افغانستان خپله لومړۍ لوبه وگټله. د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ او شرف الدین اشرف هر یو د مقابلې لوبډلې درې، درې لوبغاړي وسوځول. د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم شرف الدین شرف وبلل شو.

په پام کې ده چې افغانستان به د جولای میاشتې پر لسمه نیټه خپله دوهمه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تر سره کړي. متحده عربي اماراتو نن خپله لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ څخه په نهو ویکټو ماتې وخوړه. د ۲۰۱۶م کال د شل اووریزو سیالیو یا T-20 نړیوال جام لوبې په هند کې تر سره کیږي.