1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرکیټ: افغانستان پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلونو ملې لوبډلې د پاکستان د کرکیټ د ۱۹ کلونو لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. افغانستان دغه لوبه په لسو ویکټو په داسې حال کې وگټله چې هیڅ کوم لوبغاړی یې نه وو سوځیدلی.

https://p.dw.com/p/1DdGk
انځور: Getty Images

د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته، افغانستان د پاکستان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. په ۳۳ اوور کې د پاکستان ټول لوبغاړي د ۱۳۱ منډو په جوړولو سره وسوځیدل. د پاکستان توپ وهوونکي ښه و نه وځلیدل او د افغان بالرانو پر وړاندې هیڅ ټېنگ نه شول. افغان توپ اچوونکي ضیا الرحمن د مقابلې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول. مسلم موسی، جاوید، راشد خان او جمعه گل بیا یوه یوه، وېکټه واخیسته. دغه سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې تر سره کیږي.

په اصل کې دغه لوبه پنځوس اووریزه وه خو بیا وروسته د باران له کبله د افغانستان لوبډلې ته په ۲۲ اوورونو کې د ۱۰۲ منډو هدف وټاکل شو. د سه شنبې په لوبه کې افغان توپ وهوونکي تر بالرانو ښه وځلیدل او بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي ټاکلې هدف یې په داسې حال کې پوره کړ چې لا هم ۳۸ توپه پاتې وو.

د افغانستان له لوري توپ وهنه شاهدالله او حضرت الله ځاځي پېل کړه. دواړه لوبغاړي د لوبې تر اخره ناسوځیدلي پاتې شول. حضرت الله ځاځي په ۴۴ توپونو د د نهه څلوریزو او درې شپږیزو پر مټ ۶۶ منډې وکړې. همداشان شاهدالله په ۵۲ توپونو ۳۳ منډې وکړې. هغه هم دوه څلوریزي او یوه شپږیزه ووهله.

په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ به نورې دوه یوه ورځنې لوبې هم تر سره شي. حضرت الله ځاځی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب