1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه وبایلله

سيد رياض۱۳۹۴ بهمن ۳۰, جمعه

د اسیا جام غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پر متحده عبري آماراتو وبایلله. آماراتو ۱۷۶ منډې کړې وې، خو افغان لوبډلې و نه شو کړای چې ټاکلې هدف پوره کړي.

https://p.dw.com/p/1Hyh1
انځور: Getty Images/P. Kane

د اسیا جام یا «ایشیا کپ» غواروي پړاو سیالیو په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې متحده عبري آماراتو افغانستان ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې افغان بالران یا توپ اچونکي او همداشان توپ وهونکي ښه و نه ځلیدل.

متحده عبري آماراتو د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه او په ټاکل شوو ۲۰ اوورنو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۶ منډې وکړې. خو په ځواب کې د افغانستان ټوله لوبډله په وروستي اوور کې د ۱۶۰ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. افغانستان د شنبې په ورځ له عمان لوبډلې سره لوبه کوي.

د لوبې حال

د متحده عبري آماراتو لوبډلې د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه او ښایي تر ډیره بریده یې پریکړه سمه هم وه. افغان بالرانو نن و نه شو کړی چې د مخالفې لوبډلې توپ وهونکي له منډو جوړولو رامنع کړي. د متحده عبري آماراتو لومړی لوبغاړی هغه وخت وسوځید چې مجموعي منډې یې ۸۳ ته رسیدلې وې. که څه هم وروستي درې لوبغاړي یې ژر ژر یو په بل پسې وسوځیدل خو پر دې وتوانیدل چې افغانستان ته یو لوړ هدف وټاکي.

د افغانستان له لوري راشد خان وو چې د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول. امیر حمزه هم یو لوبغاړی وسوځاوه. روهن مصطفی د آماراتو له لوري تر ټولو زیاتې منډې وکړې چې ۷۸ وې.

د افغانستان د لوبډلې وروستیو بریاو ته په کتو سره طمع کیده چې لوبډله به ټاکلي هدف ته ورسیږي. خو د افغانستان لوبغاړي له لومړي سره د آماراتو د بالرانو پر وړاندې ټینگ نه شول او محمد شهزاد چې د زمبابوې پر وړاندې لوبو کې ډیر ښه ځلیدلی وو د نهو په مجموعي منډو یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه. بې له دې چې د افغانستان په منډو کې کومه اضافه وشي عثمان غني هم د محمد نوید په توپ کیچ آوټ شو.

کپتان اصغر ستانکزی دریم لوبغاړی وو چې د ۳۷ په مجموعي منډو وسوځید. د افغانستان له لوري په ننۍ توپ وهنه کې کریم صادق ښه وځلید، چې لوبډله یې تر یوه بریده له ستونزو راوایسته. هغه پر ۸۴ توپونو ۷۱ منډې وکړې. خو افغان لوبغاړي په یو بل پسې سوځیدل او د وروستي اوور په پنځم توپ باندې د ۱۶۰ منډو تر جوړولو وروسته آخري لوبغاړی هم وسوځید.

افغانستان به د شنبې په ورځ خپله دوهمه لوبه له عمان او د دوشنبې په ورځ خپله دریمه لوبه له هانگ کانگ سره وکړي. د دغو څلورو ټیمونو څخه چې هر یو یې په سر کې ځای ونیسي هغه به د اسیا جام سیالیو ته لار ومومي. دغه سیالۍ هم په بنگله دیش کې تر سره کیږي او فبروري میاشتې له ۲۴ څخه پیلیږي.