1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۳۹۵ آذر ۲۶, جمعه

د کریکټ د ۱۹ کلنو آسیا کپ سیالیو کې د افغانستان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه. تر دې دمخه افغانستان خپله لوبه پر بنگله دیش بایللې وه او پاکستان بیا له سنگاپور څخه په نهو ویکټو لوبه گټلې وه.

https://p.dw.com/p/2UOGU
Abu Dhabi Cricket
انځور: Getty Images

د ۱۹ کلنو د کریکټ آسیا جام سیالۍ سږ کال په سریلانکا کې تر سره کیږي. افغانستان تر اوسه دوې لوبې کړي دي چې یوه یې بایللې او په خپله دوهمه لوبه کې یې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته افغانستان ته د منډو جوړلو بلنه ورکړه. که څه هم د افغانستان د کریکټ د ۱۹ کلنو لوبډله تیره ورځ د بنگله دیش پر وړاندې ښه نه وه ځلیدلې خو نن یې په زړه پورې لوبه وکړه. اوپنرانو نوید عبید او ابراهیم ځدراڼ ښه پیل وکړ او د افغانستان منډې یې ۷۴ ته ورسولي.

د افغانستان له لوري د درویش رسولي ۹۲ ناسوځیدلې منډو په دې کې لوی لاس لاره چې خپلې سیالې لوبډلې ته لوړ هدف وټاکي. د افغانستان له لوري د طارق ۵۹، د ابراهیم ځدراڼ ۵۱ او د نوید عبید ۳۱ منډې د پام وړ وې. افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې د درو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه.

افغانستان د بالینگ یا توپ اچونې په برخه کې هم ښه وو او له لومړي سره یې د پاکستان لوبغاړي ډیرو منډو جوړولو ته پرې نه ښودل. که څه هم پاکستاني لوبغاړو تر پایه لوبه وکړه خو د ۴۹ اوور په لومړي توپ یې ټول لوبغاړي تر ۲۵۲ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل. د پاکستان له لوري د عبدالله شفیق ۶۰ او د سعد خان ۴۸ او د شاهین شاه آفریدي ۴۸ منډې د پام وړ وې. د افغانستان توپ اچونکو له لوري ظاهر خان درې او مجیب د مخالفې لوبډلې دوه لوبغاړی وسوځول.

په ټوله کې په دغه جام کې اته لوبډلې دي. افغانستان په بي گروپ کې دی او پر دې سربیره په دغه گروپ کې د بنگله دیش، پاکستان او سنگاپور لوبډلې هم شته. دغه سیالۍ د دسمبر پنځلسمې پېل شوې او د دسمبر تر ۲۳ نېټې به ادامه ولري.

په اې گروپ کې بیا هند، مالیزیا، نیپال او سریلانکا قراري لري. د دغه گروپ د پنجشنبې ورځې په دوو سیالیو کې هند خپلې سیالې لوبډلې مالیزیا ته په ۲۳۵ منډو ماتې ورکړه او کوربه لوبډلې سریلانکا له نیپالۍ لوبډلې څخه یوازې په یوه منډه لوبه وگټله.

افغانستان به خپله دریمه او وروستۍ گروپي لوبه د دسمبر په اتلسمه له سنگاپور سره تر سره کړي.