1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: نیوزیلنډ له آسترالیا څخه هم لوبه وگټله

۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعه

د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې نیوزیلنډ خپله دوهمه لوبه هم وگتله. لوبه له آسترالیا سره او په اتو منډو يې ماته ورکړه. تر دې دمخه نیوزیلنډ له هند څخه په ستر توپير لوبه گټلې وه.

https://p.dw.com/p/1IFqX
نيوزيلنډ او استراليا لوبډلي
انځور: Reuters/Marple

د ۲۰۱۶م کال د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې د نیوزیلنډ لوبډله تر اوسه ښه ځلیدلې ده او خپلو دوو سختو سیالانو هند او آسترالیا ته یې ماته ورکړې ده. د جمعې ورځې په لوبه کې نیوزیلنډ د پچې تر گټلو وروسته په خپله توپ وهنه وکړه.

که څه هم د نیوزیلنډ پېل ډیر ښه وو خو د ۶۱ په مجموعي منډو د گوپتل تر سوځیدو وروسته یې د نورو لوبغاړو تر منځ د پام وړ ملگرتیا و نه شوه. یو وخت نیوزیلنډ په ۱۴ اوور کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۹۷ منډې یې جوړې کړې وې. خو بیا هم نیوزیلنډي توپ وهونکو وشو کولای چې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو پر سر ۱۴۲ منډې جوړي کړي.

په ځواب کې آسترالیا هم تیزه لوبه پېل کړه خو د ۴۴ په مجموعي منډو د لومړي لوبغاړي واټس تر سوځیدو وروسته یې نور درې د سر لوبغاړي ژر، ژر یو په بل پسې وسوځیدل او د ۶۶ منډو تر جوړولو وروسته یې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي ول.

تر هغې وروسته د آسترالیا لوبه همداسې په کراره روانه وه او لوبغاړي یې یو په بل پسې سوځیدل. په پای کې آسترالیا د نهو لوبغاړو په سوځیدو سر ۱۳۴ منډې وکړې او دغه لوبه نیوزیلنډ د اتو منډو په توپیر سره وگټله. د نیوزیلنډ له لوري په بالرانو کې مچل میکلنگن بریالی وو چې درې ویکټې یې واخیستې.

په B، گروپ کې اوس د نیوزیلنډ لوبډله د ۴ پواینټونو په لرلو سره تر ټولو مخکې ده. د شنبې په ورځ د هند او پاکستان تر منځ سیالي ده. تر دې دمخه پاکستان له بنگله دیشه لوبه گټلې وه او هند بیا خپله لوبه پر نیوزیلنډ بایللې وه.

نن د A گروپ یوه بله سیالي د انگلستان او جنوبي افریقا تر منځ کیږي. انگلستان هم خپله لومړۍ لوبه ویسټ انډیز ته بایللې وه. په دغه گروپ کې افغانستان هم خپله لومړۍ لوبه تیره ورځ پر سریلانکا وبایلله. افغانستان به خپله راتلونکي لوبه د یکشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره وکړي.