1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: پاکستان له بنگله دیش څخه لوبه وگټله

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې پاکستان خپله لومړۍ لوبه له بنگله دیش څخه د ۵۵ منډو په توپیر سره وگټله. تیره ورځ د نړیوال جام سیالیو په لومړۍ ورځ بیا هند نیوزیلنډ ته لوبه بایللې وه.

https://p.dw.com/p/1IE7K
Indien World T20 cricket tournament - Pakistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د پاکستان او بنگله دیش د کریکټ د لوبډلو تر منځ لوبه د کلکتې په ښار کې وشوه. د آسیا جام سیالیو کې بنگله دیش پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړې وه. د ننۍ لوبې په گټلو سره پاکستان له بنگله دیش سره خپل حساب برابر کړ. د چهارشنبې ورځې په لوبه کې پاکستان د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته په خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه او دغه پریکړه یې سمه ثابته شوه.

پاکستاني توپ وهونکو شرجیل خان او احمد شهزاد له لومړي سره تیزه لوبه پېل کړه، خو شرجیل هغه وخت وسوځید چې د پاکستان منډې ایله ۲۶ ته رسیدلې وې. تر هغه وروسته له شهزاد سره ملگرتیا ته محمد حفیظ راووت او دواړه د ۹۵ منډو ملگرتیا وکړه. حفیظ ۶۴ او شهزاد ۵۲ منډې وکړې.

له لومړي سره بریښده چې د بنگله دیش لوبډله ښایي دغه ستر هدف ته و نه رسیږي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د محمد شهزاد تر سوځیدو وروسته کپتان شاهد آفرید لوبې ته راووت او هغه هم ډیر تیزه لوبه وکړه. آفریدي په ۱۹ توپونو د ۴ څلوریزو او څلورو شپږیزو پر مټ ۴۹ منډې وکړې، خو بخت ورسره یاري و نه کړه او پنځوسیزه یې پوره نه کړای شوه. پاکستان په ټاکل شوو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره د بنگله دیش لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو ستر هدف وټاکه. د بنگله دیش بالرانو تسکین احمد او عرفات سني، هر یو د مخالفې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

له لومړي سره بریښده چې د بنگله دیش لوبډله ښایي دغه ستر هدف ته و نه رسیږي. د یوې منډې تر جوړولو وروسته بنگله دیش خپل لومړی لوبغاړی سومایا سرکار، له لاسه ورکړ. خو د ۴۴ تر مجموعي منډو وروسته کوم بنگله دیشي لوبغاړی پر میدان ټینگ پاتې نه شو. د شکیب الحسن پنځوسیزي چې تر آخره هم ناسوځیدلی پاتې وو د بنگله دیش لوبډله له ستونزو را و نه ایسته. تمیم اقبال چې په تیرو لوبو کې ښه ځلیدلې وو نن یوازې ۲۴ منډې وکړې. صابر رحمان هم ۲۵ منډې وکړې. په پای کې بنگله دیش په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړي په سوځیدو ۱۴۶ منډې وکړې او دغه لوبه یې د ۵۵ منډو په توپیر وبایلله.

پاکستاني توپ وهونکو شرجیل خان او احمد شهزاد له لومړي سره تیزه لوبه پېل کړه
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د پاکستان له لوري محمد عامر او شاهد آفریدي، هر یو دوې ویکټې تر لاسه کړې. محمد عرفان او عماد وسیم بیا یو، یو لوبغاړی وسوځاوه. په B گروپ کې تر اوسه دوې لوبې شوې چې هند له نیوزیلنډ څخه ماتې وخوه او بنگله دیش له پاکستان څخه.

نن د A گروپ څخه بله لوبه د انگلستان او ویسټ د لوبډلو تر منځ کیږي. افغانستان هم په دغه گروپ کې دی او د ټي ټونټي جام په دوهم پړاو کې به خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب