1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: پاکستان په یوه ورځنیو لوبو کې هم سري لنکا ته ماتې ورکړه

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

پاکستان د سري لنکا سره د کریکټ د يوه ورځنیو لوبو په سیالې کې درې لوبې وګټلې او په دې سره په دې وتوانیدل چې د ۵ لوبو دغه ټورنامنټ وګټي.

https://p.dw.com/p/13EKs
د پاکستان د کریکټ ټیم پخوانې کپتان، شاهد آفریدي.
د پاکستان د کریکټ ټیم پخوانې کپتان، شاهد آفریدي.انځور: AP

پاکستان لمړی خپله منډو ته ملا وتړله او ۲۰۰ منډې یې جوړې کړې، د نوموړي هدف د پوره کولو لپاره د سري لنکا ټوله لوبډله په ۱۷۴ منډو وسوځیده.

د پاکستان د کریکټ ټیم پخوانی کپتان، شاهد آفریدي، په ټولو لوبو کې ډیر ښه وځلید او د هغه د ښې لوبو تر سره کولو له امله پاکستان په دې وتوانید چې د سري لنکا لوبډله د ماتي سره مخامخ کړي.

آفریدي په ۶۵ توپونو باندې ۷۵ منډې جوړې کړې او په ۹،۲ اورونو کې یې د ۳۵ منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي وسوځول.

د کریکټ دغه لوبې د شارجه د کریکټ په لوبغالې کې تر سره کیږي. تر اوسه پورې په دغه لوبغالې کې د کریکټ ۲۰۱ یوه ورځنې نړیوالې لوبې تر سره شوي دي.

په دغه لوبه کې چې پاکستان د پچې ګټلو وروسته خپله منډې جوړولو ته ملا وتړله خو د سري لنکا توپ اچوونکو د هغوي مخه ډب کړه او په ۲۰۰ منډو د پاکستان ټوله لوبډه وسوځیدله.

خو کله چې سري لنکا په نسبي توګه د یو آسانه هدف پوره کولو ته ملا وتړله نو د هغوي درې لوبغاړي ډیر ژر وسوځیدل.

خو تر هغې وروسته سنګاکارا او جې وردې ټینګ ودریدل او تر ۱۰۲ منډو ورسیدل. خو کله چې سنګاکارا په ۵۸ منډو وسوځید نو بیا بل کوم لوبغاړې ټینګ پاتې نه شو او ټوله لوبډله په ۱۷۴منډو وسوځیده.

تر دې د مخه پاکستان په ټیسټ میچونو کې د سري لنکا لوبډله په درې واړه لوبو کې د ماتې سره مخامخ کړې وه.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل