کسوف (لمر ترندي نيول) څرنگه رامنځته کیږي؟
د کسوف (لمر ترندي نيول) عینکي یوازینۍ لار ده چې سړی کولای شي د جمعې د ورځې کسوف بې له کوم خطره او په مستقیم ډول وگوري. خو دغه عینکي په ډیرو پلورنځيو کې په بشپړه توگه پلورل شوي دي.
ډاکټران وایي چې سړی باید د جمعې د ورځې کسوف (لمر ترندي نيولو) ته بې له عینکو په مستقمی ډول و نه گوري. یوازینی لار چې سړی کولای شي بې له خطره دغه پیښه په مستقیم ډول وگوري له ځانگړو عینکو سره ده. ډاکتران گواښ کوي چې که څوک پرته له عینکو دغي پیښي ته وگوري نو د دې امکان شته چې سترگو ته یې زیان ورسیږي او آن ړوند شي.
په اروپا کې د وروستی وار بشپړ لمر نيول په ۱۹۹۹م کال کې وو. سږ کال بشپړ کسوف په ناروي او فاریو ټاپووزمو کې لیدل کیدای شي.
د بشپړ کسوف د لیدلو له پاره د ناروي سوابارد سیمې ته تر ۲۰۰۰ ډیر کسان ورغلي دي. په دې سیمه کې ډیر خرسان هم موجود دي او چارواکو ورغلو کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې احتیاط وکړي.
په سوابارد او فاریو ټاپوزمو کې به د درو دقیقو له پاره سپوږمۍ د لمر مخ ته راشي او په دې ترتیب سره به بشپړ کسوف (لمر نيول) وليدل شي. د مارچ مياشتي پر ۲۰مه نیټه به په نورو هیوادونو کې د لمر یوازي یوه برخه د سپوږمي په واسطه پټه شي.
په شمالي افریقا، اروپا او شمالي اسیا کې خلک کولای شي چې د کسوف یوه برخه وویني. په آلمان ي په وروستي وار په ۲۰۰۳م کال کې لمر نيول لیدل شوی وو.
خسوف هم د کسوف په شان ډیر په زړه پوري ننداره لري. دا انځور د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې په فلیپین کې اخیستل شوی دی.
کله چې د سپوږمې واټن ځمکې ته تر بل هر وخت نزدي وی نو سپوږمي له ځمکې څخه په غیرعادي توکه لویه ترسترگو کیږی. کارپوهانو ویلي دي چې په ۲۰۱۵م کال کې به دغه شان وضعیت شپږ واري وليدل شي.
له ځمکې څخه د زهرې تر سترگو کیدل هم ډیر په زړه پورې وي. زهره په لسو کلونو کې یو وار د اتو کلونو په منځ کې دوه واري د لمر مخ ته تیریږي چې د یوې کوچني ټکي په شان له ځمکې څخه تر سترگو کیږي.