1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشاف: غلامان نه یو چی بهرنیان راته سوله ټینګه کړي

۱۳۸۹ اسفند ۱۴, شنبه

افغان دولت په روان کال کې د سولې د پروسي د پیلیدو لپاره د دیني عالمانو او ملا امامانو په رول ډيره تکیه کوي.

https://p.dw.com/p/R6ZW
د سولې عالي شورا د زيات وخت راهيسي د طالبانو سره د خبرو په تلاښ کي ده
د سولې عالي شورا د زيات وخت راهيسي د طالبانو سره د خبرو په تلاښ کي دهانځور: AP

افغان دولت هغه رپوټونه رد کړل چی ګواکي یوازي بهرنیان کولای سي افغانستان ته سوله راولي. بریټانوي رسنیو د دغه ملک له یوي دفاعي کمیټي په حواله خبر ورکړ وو چې انګلستان له امریکي غوښتنه کړي چې له طالبانو سره د سیاسي ډیالوګ لپاره له بریټانیا سره یو ځای له هغوي سره مخامخ خبري پیل کړي.

روانه اونۍ د بریټانیا د دولت په یوه راپور کې له امریکې څخه غوښتل سوي وو چی له بریټانیا سره یو ځای د افغانستان د کشالې د حل لپاره له پوځي لاري پرته یوه سیاسي لاره ولټوي. په دغه راپور کی له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان دولت له رول څخه یادونه نه وه سوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی او دیني عالم قیام الدین کشاف د دغه راپور د خپریدو په ځواب کې خپل سخت غبرګون څرګند کړ. نوموړي وویل چې دوي له ناراضي طالبانو سره د سولې هلي ځلي پیل کړي او دغه نوښت او خوځښت د افغانانو له لوري رهبري کیږي نه د بهرنیانو له لوري:

«بریټانیا له طالبانو سره خبري کوي، زه له تاسو پوښتنه کوم چی ایا مونږ غلامان یو، نو هغوي به یعني طالبان به له بهرنیانو سره خبری کوي او بیا همدا بهرنیان مونږ ته سوله راولي، هیڅ کله هم نه.»

د قیام الدین کشاف د څرګندونو دوې ورځي وروسته ولسمشر کرزي له یوه بریټانوي ټلویزیون چینل سره په خبرو کې ومنله چې د دوي او بهرنیانو له لوري له طالبانو سره تماسونه نیول سوي دي.

افغان دولت په روان کال کې د سولې د پروسي د پیلیدو لپاره د دیني عالمانو او ملا امامانو په رول ډيره تکیه کوي. دغه دوه ډلي په ملک کې پراخ نفوذ لري او له همدې امله اوس د سولې عالي شورا غواړي له دغو چینلونو د ناراضي زور پالو د را جلبولو لپاره کار وکړي. د افغانستان د عالمانو د شورا يو غړی وايي:

«د ملک له ټولو ملا یانو او دیني عالمانو غواړو چی د سولې په لار کې له ټولو امکاناتو کار واخلي، او په د برخه کې به له دیني عالمانو سره زمونږ عملي برنامې هم پیل سي.»

که له یوه لوري د سولې لپاره له بیلا بیلو چینلونو کار روان دی له بل لوري لا هم د طالبانو په پخواني دریځ کې د نرمۍ نښي نښاني نه تر سترګو کیږي. رپوټونه وایې چې افغان طالبان کوم چی حکومت یې د پخلایني هڅي کوي له بهرنیو طالبانو سره داسي نشلیدونکي اړیکي لري چی حکومت ته ګرانه ده هغوي له خپل دریځ څخه راواړوي.

بهرني طالبان بیا د القاعدې له سازمان سره نږدې اړیکي لري او د هغوي تر قوماندې لاندي ماموریت پر مخ بیایې. د چارو شنونکیو له دویچې ویلې سره په خبرو کې ویلي چی افغان دولت ته د سولی د پروسي پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ له القاعدې ډلي د افغاني طالبانو بیلول دي.

افغان جمهور ریس حامد کرزي د مونیخ له امنیتي غونډي تر را ستنیدو وروسته یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د القاعدې ډلي سره خبري نه کوي او دغه ترهګره ډله به له ملکه وشړي:

«القاعده او تروریستي ارګانونه چي دي هغوي د دی خاوري نه دي، هغوي د دی خاوري دښمنان دي، هر چیرته چي وي ځپو یې، له دې خاورې یې شړو هغوي باید له دغې سیمي ولاړ سي.»

افغان دولت په داسي حال کې د سولې د عالی شورا په مټ د ناراضیانو د پخلا کولو هلي ځلي پیل کړي چې په دې ورستیو کې د ترکیې هیواد وړاندیز کړی چی چمتو دی تر څو طالبانو ته د سیاسي فعالیت دفتر پرانیزي. طالبانو تر دې دمخه د دغسي دفترونو پرانیستل د افغان حکومت اونړیوالي ټولني د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بللي وه خو، ولسمشر کرزي په ډانګ پیلي توګه منلي چې د ده او بهرنیانو له لوري له طالبانو سره مستقیم تماسونه نیول سوي دي. دا چې د ولسمشر دغه څرګندوني به تر کومه بریده پوري په واقیعت ولاړي وي دی ته به وخت ځواب ووایې.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی