1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشیش: له تعمید څخه سو استفاده د زغملو وړ نه ده

۱۳۹۶ خرداد ۱۷, چهارشنبه

په هنوفر ښار د لوتري پروتستان کلیسا کشیش رالف مایستر، په کلیساګانو غږ کړی دی هغه مهاجر دې په انتقادي ډول ؤ ارزوي چې عیسویت ته خپل دین بدلوي. د هغه په خبره توهين او له تعمید څخه ناوړه استفاده د زغملو وړ نه ده.

https://p.dw.com/p/2eG5h
Deutschland Berlin Taufe Flüchtlinge aus Iran
انځور: Imago/epd

د آلمان په هنوفر ښار کې د لوتري پروستان کلیسا کشیش رالف مایستر، د چهارشنبې په ورځ د RND یا آلماني ادارو شبکې سره په خبرو کې وویل چې له تعمید څخه ناوړه استفاده او سپکاوۍ د زغملو وړ نه دی. نوموړي له کلیساګانو وغوښتل هغه مهاجر دې په انتقادي ډول ؤ ارزوي چې غواړي خپل دین بدل کړي.

نوموړي کشیش په دې توګه د هغې یوې پیښې پر وړاندی غبرګون ښکاره کړی دی چې یو افغان پناغوښتونکی د دې له پاره چې له آلمان څخه اخراج نه شي عیسویت ته خپل دین بدل کړی وو. سره له دې چې د دغه پناغوښتونکې په پښو کې الکترونیکي کړه ور اچول شوی وه یو پنځه کلن ماشوم یې وواژه.

مایستر وایې دا ډیره مهمه ده چې د داسې یو کس چې خپل دین بدلوي د ژوند شرایط په دقیق ډول ؤ ارزول شي. نوموړي زیاته کړه: «واضحه خبره ده چې د تعمید د غسل سوګند پر اساس قضاوت کول، د نړیوال انصاف په دایره کې نه رازي».

د عیسوي کلیسا دغه کشیش زیاته کړه چې پادریان باید ځان تر فشار لاندې را نه ولي. په هر حال کیدای شي:«د ټول مراقبت سربیره له هغو مهاجرو سره د چلند په برخه کې چې د عیسویت غسل یې کړي وي، باید داسې قضاوت ونه شي چې دا د سوء استفادې یوازنی مورد دی.»

د بندیزونو په برخه کې کلیسا نه، بلکې حکومت مسئولیت لري. د پروتستان کلیسا دغه کشیش زیاتوي: «دا د حکومتي محکمې دنده ده، چې د دې ډول سوء استفادې پر وړاندې پریکړه وکړي.»

مخکې تر دې د سه شنبې په ورځ د مهاجرت د قانون کارپوه وکتور پفف، د دي نه خبردارۍ ورکړی وو چې د افغان پناغوښتونکو د اخراج پر موضوع بحثونه دې په شدیدو انفرادي مواردو پورې ارتباط ورکړل شي.

Flüchtlingshilfe Freiwillige Jugend
انځور: picture-alliance/dpa/A. Heimken

د عیسویت سربیره د اخراج امکان

د پرو ازیول یا د مهاجرو مدافع سازمان یوه بنسټ ایښودونکي له شپيګل آن لاین، سره په مرکه کې وویل: « د هغه افغان قضیه چې وروسته د کلونو بند څخه اخراج نه شو او بیا یې د مهاجرو په یوه کمپ کې یو ماشوم به چاقو وواهه دا «یو مطلق افراطي مورد وو». د پیښې عامل مخکې تر دې عیسویت ته خپل دین اړولی وو. پفف، اعتراف وکړ چې دغه پیښه به د ډیرو له پاره حیرانونکی او د درک کولو وړ نه وي.

د مهاجرت د قانون دغه کارپوه د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون ته په نظر اچولو سره واضحه کړه چې: داسی یو څوک چې بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته ستنیږي او هلته د غیر انساني، له سپکاوي ډک چلند او شکنجه کیدو له ګواښ سره مخامخ وي، باید اخراج نه شي. «حتی قاتل هم بشري حقونه لري».

پفف، په عین وخت کې ټینګار وکړ چې کیدای شي عیسویان هم اخراج شي، حتی افغانستان ته. د هغه په خبره یوازې په هغه صورت کې یو شخص عیسویت ته د خپل دین بدلولو له امله د غیر انساني چلند او شکنجه کیدو له ګواښ سره مخامخ کیږي چې کله یې په ښکاره ډول خپل دین بدل کړي، په هغه صورت کې چې یو چا ورته مشوره ورکړې وي او یا یې پخپله پلان کړي وي چې خپله عقیده نورو ته هم ښکاره کړي.

نوموړی زیاتوي: حتی کله چې موضوع د اخراج د درولو په هکله هم وي، قاضي ته یوازې د تعمید غسل سند کفایت نه کوي.«د دین بدلول باید د دې سبب شي د تعقیب خطر لوړ کړي.»