1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنتن د دونالد ترمپ د څرګندونو ځواب ووایه

۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

دونالد ترامپ یو ځل بیا د خپلو څرګندونو له کبله، پر خپل ځان نیوکې راپاراولې دي. هغه د ولسمشرۍ له پاره د دیموکراتانو نومانده هیلري کلنتن او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د داعش ډلې د رامنځ ته کیدو مسوول بللي.

https://p.dw.com/p/1Jgy8
USA - Donald Trump - Rede im BB&T Center in Florida
انځور: picture-alliance/dpa/C. Herrera

هیلري کلنتن د جمهوري غوښتونکو د نوماند دونالد ترمپ، د هغو څرګندونو ځواب ویلی دی چې ادعا یې کړې وه کلنتن او اوباما د اسلامي دولت ډلې د رامنځ ته کیدو لامل دي.

کلنتن په خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې ولیکل: «نه، بارک اوباما د داعش بنسټ ایښودونکی نه دی.» کلنتن همداراز دونالد ترمپ د ولسمشر اوباما په بدنامه کولو تورن کړی دی.

تر دې مخکې ترمپ په میامي کې ویلي وو چې اوباما د داعش بنسټ ایښودونکی دی. هغه دا خبره په خپلو دوو نورو بیانیو کې هم تکرار کړه.

ترمپ په میامي کې وویل: «زه وایم چې ناراسته هیلري هم د [داعش] په بنسټ ایښودو کې [د اوباما] ملګرې وه.» ترمپ بیا زیاته کړه چې داعش ترهګره ډله هم غواړي چې هیلري کلنټن د امریکا متحدو ایالاتو ټاکني وګټي.

دا په داسې حال کې ده چې د دیموکراتانو ملي کمیټې له دونالد ترمپ څخه غوښتي دي چې د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه وغواړي خو دونالد ترمپ بیا ویلي دي چې هغه حقیقت بیان کړی دی.

د کلنټن یوه مشاور په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا یوه بله بېلګه ده چې څرنګه دونالد ترمپ څرګنه د امریکا په اړه ناوړه څرګندوني کوي.»

سپیني ماڼۍ بیا د ترمپ د دغو خبرو په اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په وروستیو وختونو کې د ترمپ د څرګندونو له کبله له هغه څخه ملاتړ مخ پر کمیدو دی. خو دا چې ایا هغه به وتوانیږي تر ټاکنو مخکې امریکا قانع کړي او که نه، د وخت په تیریدو سره به روښانه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل