1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنتن: سینیګال د امریکا نزدې ملګری دﺉ

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15iR0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، افریقا ته د خپل یوولس ورځني سفر په ترڅ کې په دغه قاره کې د زورزیاتیو او د اختلاس د موضوع په اړه هم خپل نظر څرګند کړی دئ.

کلنتن له سینیګال څخه د افریقایي هیوادونو په فرانسوي ژبو سیمو کې د امریکا د یوه ښه متحد په حیث ستاینه وکړه. هغې وویل چې په همسایه هیواد مالي کې د مارچ د میاشتې پوځي کودتا د امریکا سخته اندیښنه راپارولې وه ځکه چې د هغې په خبره اوس په دې هیواد کې سیاسي کړکیچ پیل شوی دئ.

کلنتن زیاته کړه چې ملګري ملتونه به هغه وخت له دغه هیواد سره مرسته وکړي چې په دې هیواد کې دیموکراسي پلي شي. په مالي کې اسلامي یاغیان ښایي د القاعدې په مرسته پر شریعت ولاړ یو دولت رامنځته کړي.