1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن ترکیې، یونان او هندوستان ته سفر کوي

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ، ترکیي، یونان او هندوستان ته په سفر روانیږي. د نړي له مشرانو سره د لبیا په موضوع خبری کوی

https://p.dw.com/p/11s8l
هېلري کلنټن
هېلري کلنټنانځور: dapd

د جمعی په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت څخه په خپره شوي خبرپاڼه کي راغلي چی د دغه سفر په ترڅ کی به د کلنټن لمړۍ سفر ترکیي ته وي، چیري چی به هغه د راوانی میاشتی په پنځلسمي او شپاړلسمي نیټي په لیبیا کی تر جګړی وروسته د رامنځ ته شوی حالت په یوه غونډه کی ګډون وګړي، چی د ۴۰ هیوادونو نماینده ګان په کی ګډون کوي. پدغه غونډه کی د هغه هیوادونو استازي ګډون کوي چی یا خو په لیبیا کی د ناټو په عملیاتو کی په مستقیمه توګه ښکلیل دي او یا هم د معمر قذافی د رژیم د را پرځولو لپاره میدان ته راښکته شوي.

په ترکیه کی به هیلري کلنټن د ولسمشر عبدالله ګل او د لمړي وزير رجب طیب ایردوان سره هم وګوري، چی په دغه لیدنه کتنه کی به د سوريی د دولت له خوا د جمهوری غوښتونکي د ټکولو سربیره هر اړخیزه خبری اتري وشي.

دغه بیانه زیاتوي چی کلنټن به د دغه سفر په ترڅ کی د جولایی د میاشتی په ۱۷ نیټه په دوه ورځني سفر یونان ته ورسیږي چیري چی به هغه د ولسمشر کارلوس پاپویس او لمړي وزیر جارج پاپاندریو سربیره به د یونان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.

تر یونان وروسته به کلنټن د جولایی د میاشتی په ۱۹ نیټه د لوړپوړو امریکایی چارواکو سره یوځایی هندوستان ته سفر وکړي، چی مقصد یی په جنوبی آسیا کی د په چټکی سره د پرمخ تلونکي اقتصاد سره د امریکا اړیکي لا نوری ټینګول دي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی