1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: د امريکا او هند اړيکي نوي زمانې ته داخليږي

۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

هيلري کلينټن وايي، چي د متحده ايالاتو او هند اړيکي يوې نوي زماني ته داخليږي، هغه زمانه چي هغې د« متحده ايالات - هند ۳» په نامه ياده کړې ده...

https://p.dw.com/p/Isah
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن په هند کي
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن په هند کيانځور: AP

لومړی زمانه د سړی جګړی دوه وه چی دواړو هیواونو یو بل باندی باور نه درلود، بیا د جمهوررییسسانو کلینتن بیل کلینتن او جارج دبیلو بوش زمانه کی دواړه هیوادونه یو بل سره نژدی شول. په خپلی وینا کی چی میرمن کلینتن هند ته له سفر څخه مخکی د بهرنیو اړیکی شورا ته وکړه، هغی وویل چی په هند کی د هغی خبری اتری به يه یو لړ بی سارو مسایلو وڅرخیږی:

« مونږ خوشحاله یو چی زمونږ هیوادونه به په یو پراخ، هر اړخیز دیالوګ کی سره خبرو اترو ته کښینی. مونږ باور لرو چی هند یو یو ستره موقع او مخ پر ستریدو مسوولیت لری، هغه څه چی دوی پری اعتراف کوی چی نه یواځي سمه ایز بلکه د نړی په سطح نقش ولوبوی.»

تر ټولو مهمه سیمه ایزه موضوع په دی خبرو اترو کی پاکستان ښایی وی. د نوی دهلی د جواهر لعل نهرو په نامتو پوهنتون کی د هند - امریکا ا ړیکو کار پ،ه، چینتامانی مهاپاترا وایی: هند په عمومی توګه د افغانستان او پاکستان په مسأله کی چی اوس « اف پاک» په نامه هم یادیږی،د اوباما په نیو ستراتيزی کی مرسته ښوونکی دریځ ښودلی دی، خو هغه وایی ځینی نه هوکړه شوی مسایل لا پاتی دی:

«د امریکایانو مینه یواځي دی پوری تړلی چی پاکستان د طالبانو پر ضد وجنګیږی، هغه طالبان چی د امریکا او د لویدیځ ضد دی. اوپه پاکستان کی لشکر طیبه او نوری تروریستی ډلی چی په هند او کشمیر او نورو ځایونو کی ستونزی پیدا کوی، هغوی له کنجک څخه لویدلی ښکاری»

هند لشکر طیبه تورنوی چی د مومبی د نومبر د میاشتی په حملو یک لاس لری . له دغو حملو څخه وروسته نوی دهلی له اسلام آباد سره د روغی جوړی پر سری خبری اتری ودرولی. خو څو ورځي مخکی د مصر په شارم الشیخ کی د دواړو هیوادونو د لومړیو وزیرانو له لیدنی کتنی سره د هند په دریځ کی نرمښت راغی. متحده ایالات هرمرو پر خوښ شوی دی، ځکه د هند او پاکستان تر منځ هر ډول کش او کړپ ، د طالبانو پر ضد د اسلام آباد د جګړی لپآره یو خنډ ګڼل کیږی. څارونکی همدا راز انتظار لری چی میرمن کلینتن ښایی ّڅه وکړی چی نوی دهلی قانع کړی چی د کشمیر لانجه زیاتی پاملرنی ته اړتیا لری.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیریر مخکی له دی چی د هند په لور وخوځیږی دا هم وویل چی هغه غواړی د هستوی وسلو د نه خپرولو په موضوع باندی هم له نوی دهلی سره وغږیږی. دا یوه حساسه مووضع ده، ځکه هند هیڅکله په رسمی توګه اعتراف نه دی کړی چی ههغه یو هستوی قدرت دی او په عین وخت کی د د هستوی وسلو د نه خپرولو تړون هم نه دی لاس لیک کړی، ځکه هغه دا تړون تبعیضی بولی. نور موضوعات چی د دواړو هیوادونوتر منح د بحث لپاره وړاندی شوی، اقلیمی بدلون او نړیواله سوداګر ی ده.

په عمومی توګه هیلری کلینتن غواړی چی له دی سفر سره په هند کی هغه انګیرنی ته بدلون ورکړی چی ګواکی د جمهور رییس بارک اوباما د ریاست له پیل سره د واشنګتن او نوی دهلی اړیکی هسی تودی نه دی لکه چی د د پخوانی جمهوررییس په وخت کی وی. یو ځل بیا د جواهر لعل نهرو د پوهنتون استاد، مهاپاتارا:

«زه فکر کوم چی د اوباما اداری د یو ځو میاشتو لپاره هند له پام څخه غورځولی ؤ. مونږ پوهیږو چی دا ولی، ځکه د اوبما د بهرنی پالیسی کاسه رښتیا هم چی په دی موده کی ډیره دکه شوی وه.»

نوموړی کار پوه زیاتوی ، که څه هم اوس دی اړیکو ته پام اړول شوی،خو ګمان نه کیږی چی یواځي د میرمن کلینتن په سفر سره به هندیان دیر زیات لیوال وګرځول شی. هغوی انتظار لری چی اوباما خپله هند ته سفر وکړی. نه دا چی د خپل ریاست په پای بلکه لږ تر لږه په نیمایی کی.

Bärthlein, Thomas/ عبدالباري حکم

کتونکی. زيارمل