1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: د حقاني شبکي سره مو خبرې کړې وي

۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې ویلې دې چې پاکستان د دې وړاندې له متحده ایالاتو سره مرسته کړې وو چې د حقاني د شبکې له غړو سره غونډه وکړي ترڅو د سولي بهیر ته د هغوی لیوالتیا معلومه شي.

https://p.dw.com/p/12wbT
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرهانځور: dapd

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلنټن، منلې چې امریکایې چارواکو د حقاني له ډلي سره لیدلي ترڅو د سولې په بهیر کې د هغوې لیوالتیا معلومه کړي.

هغه په داسې وخت کې د حقانې سره لیدل مني چې امریکا پر پاکستان فشار روړی ترڅو د دغې شبکي د ځپلو لپاره په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات په لاره واچوي.

کلنتن لومړنۍ امریکایي چارواکې ده چې په ښکاره توګه د دغې خبرې پخلی کوي. د امریکا او حقاني شبکي د لیدني په اړه راپور د روان کال د اګست په میاشتی کې د «اسوشیتت پریس» خبرې اژانس لخوا خپور شوی وو.

د کلنتن په حواله حقاني سره غونډه ابتدایې وه چې د پاکستان د استخباراتي سازمان لخوا برابره شوې وه ترڅو دا خبره روښانه شي چې ایا د حقاني شبکه د سولې له بهیره سره لیوالتیا لري او که نه.

کلنټن چې د پاکستان د یوه تلویزیون لخوا په جوړ شوي کردي میز کې یې خبرې کولي ویلي دي چې پاکستان د دغې غونډې په جوړولو کې مرسته کړي وه:

«په حقیقت کې د پاکستان دولتي چارواکو د دغې غونډې په جوړولو کې مرسته کړې.»

د کلنټن په حواله متحده ایالاتو غوښتل چې د پاکستان او افغانستان سره په ګده د رښتنې خبرو اترو یوه سلسله رامنځ ته کړي.
هغې د حقاني د ډلې سره د خبرو اترو په اړه نور جزییات ور نه کړل خو ویویل چې یوازې هغه ډلې کولاې شې چې د سولې له بهیر سره یوځای شې چې د دغه بهیر شرطونه ومني.

دا په داسې حال کې ده چې یوه امریکایې چارواکې ویلې دغه غونډه د حقاني ډلې لخوا د بریدونو د لړۍ د په لاره اچولو څخه مخکې تر سره شوې وي.

د فرانسې خبرې آژانس/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش