1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن له اړتيا زياتي رايي تر لاسه کړې

آژانسونه / ب.ص.۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په فیلادیلفیا کې د دیموکرات ګوند د کانګرې پر وخت هیلري رودام کلنټن د ولسمشرۍ د کاندیدې په توګه وټاکل شوه. د نوموړې مخالف کاندید بیرنی سیندرز هم پر خپلو پلویانو د کلنټن څخه د ملاتړ غږ وکړ.

https://p.dw.com/p/1JWPi
USA Wahlen Parteitag der Demokraten in Philadelphia Hillary Clinton
انځور: Reuters/M. Kauzlarich

کله چې د ساوت دیکوتا ایالت رای پر دواړو داوطلبو وویشل شوې نو روښانه شوه چې هیلري کلنټن د اړیونو رایو څخه هم پسې زیاتې یعني ۲۳۸۲ رای اخیستې وې. په پای کې دې ټول ټال ۲۸۴۲ او سیال یې بیرني ساندرز، ۱۸۶۵ رای واخیستې.

سیندرز په خپل ټاټوبي ویرموند کې چې د الفبا په حساب یې د رایو اعلان په آخر کې وشو، یوه لویه غونډه درلوده او له دې څخه په استعفادې سره نوموړي د دې غوښتنه وکړه چې د ګوندي کانګرې مقررات باید مات کړل شوي وای او په ملي کنواسیون کې ګډون کونکو نیخ په نیخه د کلنتن څخه حمایت کړی وای او دا یې د کاندیدې په توګه نومولې وای.

سیندرز پر خپلو پلویانو د کلنټن څخه د ملاتړ غږ وکړ او سمدستي ټولو استازو په یوه غږ د «اې» یعني «موافق یو» په ویلو سره کلنټن ته رای ورکړه. په دې توګه دا ۶۸ کلنه میرمن د امریکا متحده ایالاتو د تاریخ لومړۍ میرمن شوه چې د امریکا د دوو سترو ګوندونو څخه د یوه له اړخه په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه اخلي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:

سیالان پر متحدینو بدل شول

نوموړې پخوانې وزیره د رای ګیرۍ پر وخت حاضره نه وه او دا ستر سټج یې په وروستي ځل خپل ګوندي سیال بیرني سیندرز ته پرې ایښې وو.

سیندرز د ګوند د ملي کنواسیون د مخه پر خپلو پلویانو له کلنټن څخه د ملاتړ غږ کړې وو. خو نوموړي بیا هم له دې څخه صرف نظر ونه کړ چې په دې لویه غونډه کې د خپلې سیالې په مقابل کې رای ګیرۍ ته ودریږي که څه هم د ګوندي کانګرې تنظیمونکو د یوې «هماهنګه» رای ګیرۍ هیله درلودله.

خو د رای اچونې وروسته له راڅرګندیدو سره دې ځيرک سیاستوال بیا د تنظیمونکو دغه هیله پوره کړه. د استازو د تشویقي نعرو په بدرګه نوموړي د هیلري کلنټن بری تائيد کړ او خپل پلویان یې د بریالۍ کاندیدې د پلویانو سره یو کړل او په دې توګه یې د یوې سختې انتخاباتي مبارزې وروسته د امریکا د ډیموکرات ګوند «یو متحد انځور» وړاندې کړ.د بل کلنټن راڅرګندیدل

ماښام ناوخته بیا بل کلنټن باید د کنواسیون کډونوالو ته وینا کړې وای. پخواني ولسمشر یوه ډيره شخصي وینا وکړه چې له ډیرو له خوا د کلنټن له اړخه خپلې میرمنې ته د مینې د اقرار په توګه وارزول شوه. هیلري کلنټن د غونډې په پای کې بیا له نیوریارک څخه نیخ په نیخه په یوه لنډه وینا کې له استازو څخه مننه وکړه او ویویل چې د امریکا د لومړۍ ښځینه مشرې په حیث د دوی په مرسته تاریخ له نوي سره لیکل غواړي. په پام کې ده چې نوموړې به د پنجشنبې په ورځ په فیلادیلفیا کې له استازو سره مخامخ شي.

د هېلري کلنټن مېړه او پخوانی ولسمشر بل کلنټن
د هېلري کلنټن مېړه او پخوانی ولسمشر بل کلنټنانځور: Reuters/J. Young

نن، چهار شنبه (د ۲۰۱۶م کال د جولايي ۲۷ نیټه) به برحاله ولسمشر بارک اوباما او د کلنټن له خوا نومول شوی مرستیال ټم کاینه استازو ته ویناوې وکړي.

د نظر پوښتنو پر اساس د تازه ټاکل شوې کاندیدې هیلري کلنټن او جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه د دې د مخالف کاندید دونالد ترمپ ترمنځ سیالي لا پرانستې ده. که څه هم چې په عمومي توګه کلنټن یو څه زیات محبوبیت لري خو په دې وروستیو کې د ترمپ محببوبیت هم زیات شوی دی.