1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن له حنا رباني کهر سره ویني

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15TGE

امریکایي چارواکو خبر ورکړی دئ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره به د ټوکیو د کنفرانس په حاشیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره وویني. څو ورځې وړاندې هیلرې کلنټن د خپلې پاکستان سیالې حنا رباني کهر څخه د تیلفون په کرښه د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژلو له امله بخښنه غوښتي وه او په غبرگون کې پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله پرانیستله. د متحده ایالاتو چارواکي دغه اکمالاتي لاره ډیره مهمه بولي په خاصه توگه په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د راوتلو پر وخت د تجیهزاتو د راایستلو له پاره د کراچې بندر ځانگړی اهمیت لري.