1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: ټرمپ د داعش له پاره «بهترين جلبوونکی» دی

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

د ډيموکراټ ګوند د کانديدانو تر منځ تلويزيوني مشاجره د جمهوري غوښتونکو کانديدانو د خپلمنځۍ مشاجرې په پرتله نسبتا دوستانه وه. د سان بېرناردينو بريد او دونلد ټرمپ د موضوعاتو څخه ول.

https://p.dw.com/p/1HQbm
انځور: picture-alliance/AP Photo

د امريکا په متحده ايالاتو کي د ډيموکراټ ګوند د هغو سياستوالو تر منځ دريمه ژوندۍ تلويزيون مشاجره تر سره سوه، چي غواړي د دغه ګوند له خوا د ولسمشرۍ حتمي کانديد سي. د احصاييو له مخي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هېلري کلنټن تر ټولو قوي کانديده ده. د يوې متخصصې وېبپاڼي د احصاييو له مخي ۵۶ سلنه پوښتل سوي کسان کلنټن خوښوي او ۳۰ سلنه د سناتور بېرني سانډرس (په انځور کي) خوښوونکي دي.

کلنټن په دغه مشاجره کي هڅه کوله چي د بحث پر وخت په زيات تفصيل کي ولاړه نه سي. داسي برېښېدله چي هغه غواړي خپله ټوله توجه د جمهوري غوښتونکي کانديد ډونلډ ټرامپ سره راتلونکي مشاجرې ته وساتي.

«بهترينه جلبوونکی»

کلنټن د ډولنډ ټرامپ له خوا د اسلام او امنيت په تړاو د هغه پر څرګندونو سختي نيوکي وکړې. کلنټن وويل چي ټرامپ پر هغه لور روان دی چي ښايي د «اسلامي دولت» د جهاديانو «بهترينه جلبوونکی» وګرځي. د کلنټن په وينا د ټرامپ مسلمان ضد ويناوي تر مخه لا د دې باعث ګرځېدلي چي جهاديان د دغو ويناو څخه په خپلو جلبوونکو ويډيوګانو کي کار واخلي.

کلنټن پر ډونلډ ټرامپ تور ولګاوه چي غواړي ځان مطرح او مهم وښيي او دا چي هغه سېکتاريانيزم (له حقيقت او عمل څخه ليري سياسي مفکوره) لري. دا په داسي حال کي چي ټرامپ چي د جايداد لوی کاروبار لري، د هغه وروسته حيرانتيا رامنځ ته کړه، چي ويل امريکا ته د مسلمانانو پر ورتګ دي بنديز ولګول سي.

د ABC تلويزيوني شبکې له خوا د ډيموکراټ ګوند د کانديدانو تر منځ دغه مشاجره د نيوهامپشاير ايالت په مانچسټر ښار کي جوړه سوې وه. دا هغه ايالت دی چيري چي به د فرورۍ په مياشت کي د کانديدانو د خپلمنځي انتخاباتو دويم پړاو تر سره سي. د امريکا په متحده ايالاتو کي دوه ګوندونه سته چي یو يې ډيموکراټ ګوند او بل يې د جمهوري غوښتونکو يا ريپبلکن ګوند دی. په لومړي سر کي په هر ګوند کي سياستوال ځانونه د ولسمشرۍ د کانديدۍ له پاره کانديدوي او د خپل ګوند دننه د نورو کانديدانو سره سيالي کوي. د هر ګوند د خپلو ټاکنو پر اساس بيا يو حتمي د ولسمشرۍ کانديد معرفي کيږي. په دې توګه په آخره کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي صرف دوه کانديدان وي چي يو د ډيموکراټ ګوند او بل يې د جمهوري غوښتونکي ګوند سره تړاو لري.