1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلنټن: پاکستان د افغانستان د سولی د بهیر د کامیابی لپاره مهم دی

۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، هلری کلنټن، نن «جمعه» په یو ناڅاپی سفر پاکستان ته ورسیده. دی په یوی خبری غونډی کی وویل چی د افغانستان د سولی د بهیر د بریالیتوب لپاره د پاکستان همکاری ډیره ضروری ده

https://p.dw.com/p/11PUV
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرهانځور: AP

د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن په داسې حال كې يوې خبري غوڼدې ته وينا وكړه چې د نامعلومې مودې له پاره پاكستان ته رسیدلی ده. هغې د دې هيواد په پلازمېنه، اسلام آباد، كې يوې خبري غونډې ته وويل: «له طالبانو سره د برياليو خبرو له پاره د پاكستان ګډون ډېر ضروری دی. د القاعده نړۍ والی ترهګری ډلی له پاكستان څخه په نړۍ كې د ترهګرۍ كارونه تر سره كوي.»

هغې په خپلو خبرو كې وويل چې امريكا په افغانستان كې د يو مستحكم حكومت غوښتونكې دی او كه ترهګر سياسي نظريه لري نو خپلې مسلې دي د سياست له لاري وړاندې او حل كړې.

مېرمن كلنټن زياته كړه: «د ترهګرۍ سره د مقابلې له پاره تر بل هر چا زياته قرباني پاكستان وركړې.»

مېرمن كلنټن په خپلو خبرو كې دا هم وويل چی د نورو هيوادونو په څیر امريكا هم يوه ورځ د ترهګرۍ ښكار كېدى شي. هغې زياته كړه: «په ځینو مسایلو د پاكستان سره اختلافات لرو خو بيا هم د ترهګرۍ په خلاف جګړه د يو بل په مرسته ترسره كوو خو پاكستان ته په كار ده چې د ترهګرۍ په خلاف ځغلند كار وكړي ترڅو په سيمه كې د سولي فضا رامنځ ته شي.»

دې خبري غونډې ته په وينا كې مېرمن كلنټن وويل چې د دې دغه سفر چې پاكستان ته يې كړى ډېر د اهميت وړ دى ځكه چې دا وخت د پاكستان او امريكې تر منځ تعلقات په يوه نازك تار تړلي دي.

هغې زياته كړه چې پاكستان او امريكا ته د ترهګرۍ په دې جګړه كې لا هم ډېر كار پاته دى. دې وويل چې كه څه هم اسامه بن لادن وژل شوی خو د القاعدې نړۍ واله ترهګره ډله لا هم نړۍ ته يو لوي خطر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری همدا راز وویل چی د دې خبرې هيڅ ثبوت نه شته چې په پاكستان كې د اسامه بن لادن د شتون په اړه پاکستانی لوړپوړیو چارواکو معلومات درلودل.

مېرمن كلټن په خپلو خبرو كې وويل چې په افغانستان كې د سولي خبرې روانې دي خو اوس هم له پاكستان څخه ترهګر دغه هیواد ته استول کیږی ترڅو ترهګر بریدونه په لاره واچوی.

په دې خبري غونډه كې د امريكا د پوځ لوى درستيز، مايك مولن، هم خبرې وكړې هغه په خپلو خبرو كې وويل چې د اسامه بن لادن له وژل كېدو سره د القاعده ډله د همېشه له پاره له پښو غورځېدلی. مايك مولن دا هم وويل چې له پاكستان سره ښې اړيكي د امریکا متحده ایالاتو لپاره ډیری مهمی دی.

دویچه ویله/ تاثیر
کتونکی: مسعود جهش