1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کليساوي: اروپايي ټولنه دې ډیرو گډوالو ته ځای ورکړي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه

په اروپا کي د کډوالو له پاره د کليساوو اتحاديې له اروپايي ټولني څخه غوښتني دي، چي په خپلو هيوادونو کي دي ډيرو کډوالو ته د اوږدمهاله پاتېدلو اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/14jAj
انځور: Reuters

په اروپاکي د کليساوو د کمېسيون مشري دوريس پيشکه ويلي دي، چي اروپا چي د نړۍ يوه له شمتنو سيمو څخه ده په تيرو څو کلونو کي يوازي د کاله ۵۰۰۰ مهاجرو او فراريانو ته د نوي ژوند د پروگرام په چوکاټ کي اجازه ورکوي.

هغه څوک چي په خپلو هيوادونو کي تر تعقيب لاندي وي، غواړي چي يو بل هيواد ته په تښتېدلو سره خپل ځان وژغوري او هلته ژوند وکړي. اروپا د فراريانو په قبلولو کي تر امريکا، کاناډا او استراليا وروسته پاته ده.

په مجموع کي د ملگرو ملتونو د «نوي ژوند» د پروگرام په چوکاټ کي چي فراريانو ته په نورو هيوادونو کي بايد د ژوند کولو اجازه ورکړل سي د کاله ۸۰۰۰۰ تنو ته د اوسېدو اجازه ورکول کيږي.

خو په اروپاکي د کليساوو د کمېسيون مشره وايي، چي دغه شمېر وهغه شمېر ته ډير لږ دئ چي د امريکا په متحده ايالاتو، کاناډا او استراليا کي دغو خلکو ته ځای ور کول کيږي.

د ايټاليا د لامپيدوزا کډوالو کمپ
د ايټاليا د لامپيدوزا کډوالو کمپانځور: picture-alliance/dpa

هغې ويلي دي، چي اروپايي ټولنه بايد خپل د کډوالو سياست ته نوره هم پراختيا ورکړي.

پيشکه ويلي دي چي د اروپايي ټولني غړي هيوادونه بايد په کال کي ۲۰۰۰۰ تنه کډوال ومني.

دغو کليساوو ويلي دي چي د کاله د ۲۵۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کډوالو پوري بايد المان ومني.

د کډوالو له پاره د اروپايي کليساوو کمېسيون په ۱۹۶۴ کال کي تاسيس سوی دئ، او مرکز ئې په بروکسل کي دئ.

ددغو کليساوو د کمېسيون مشري پيشکه ټينگار کړی دئ، چي د فراريانو د اوږدمهاله او دايمي ژوند له پاره زمينه برابرول، انسانانو ته بېله خطره د ژوند زمينه برابرول دي.

د اروپا پارلمان د روان کال د مارچ په مياشت کي پريکړه وکړه، چي د غړو هيوادونو هر هيواد چي فراريانو ته ځای ورکوي په لومړي سر کي به د اروپايي ټولني د گډوالو له صندوق څخه د نفر پر سره له هغه هيواد سره ۶۰۰۰ يورو مرسته کيږي.

د اروپايي کليساوو د کمېسېون مشري مېرمن پيشکه د اروپايي ټولني د کورنیو چارو د وزيرانو دغه پريکړه په دغه برخه کي لومړی سم گام بللی دئ.

اروپايي ټولنه غواړي چي په ۲۰۱۳ کال د افغانستان، کانگو، عراق صوماليا، برما او ايريتريا هيوادونو کډوالو ته لومړيتوب ورکړي. دلته هغو پناغوښتونکو ته لومړيتوب ورکول کيږي، چي په يو غير اروپايي هيوادونه کي ئې پناه اخيستې وي.

په هامبورگ کښي د بهرنيو چارو ادارې مخ ته د کډوالو کتارونه
په هامبورگ کښي د بهرنيو چارو ادارې مخ ته د کډوالو کتارونهانځور: picture-alliances/dpa

د ملگرو ملتونو د احصائيو له مخي په روان وخت کي په نړۍ کي د بېځايه سوو کډوال ستر کمپ په افريقايي هيواد کينيا کي دئ.

په دغه کمپ کي چي «دداب» نوميږي شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ بېځايه سوي کډوال ژوند کوي.

د د کډوالو په اړه د اروپايي کليساوو کمېسيون په داسي حال کي په ارويا کي ډيرو فراريانو ته د ځای ورکولو غوښتنه کوي، چي په فرانسه کي د ولسمشرۍ ټاکنو مهمه موضوع کډوال جوړوي.

د فرانسې اوسني ولسمشر سارکوزي ويلي دي، چي که بيا ولسمشر سو نو فرانسې ته به د کډوالو د ورتگ په شمېر کي پوره پنځوس فيصده کمی راولي.

او دغه راز د المان او فرانسې د کورنيو چارو وزيرانو په يوه گډ ليک کي ويلي دي، چي د اروپايي ټولني له نورو هيوادونو سره تر سلا مشورې پرته بايد دا حق ولري چي خپل سرحدونه کنترول کړي.

په داسي حال کي چي د شينگن تړون له مخي د غړو هيوادونو تر منځ د سرحدونو کنترول نه کيږي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: برېښنا صابر