1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کليسايي مشران بايد په سياسي چارو کي ګوتي و نه وهي

۱۳۸۸ دی ۲۵, جمعه

د آلمان د سوسيال ډیموکراټ ګوند د بهرني سیاست کار پوه هانس اولريښ کلوزه ددغه هیواد کليسايي مشرانو ته ددې ګواښ کړی، چي د افغانستان په اړوند، په سیاسي چارو کي د ګوتو وهلو څخه ځان وژغوري...

https://p.dw.com/p/LWjU
«خبره به دومره ساده نه وي،چي د عسکرو په وتلو سره به په افغانستان کي سوله راسي.»
«خبره به دومره ساده نه وي،چي د عسکرو په وتلو سره به په افغانستان کي سوله راسي.»انځور: AP

دهانس اولر يښ کلوزه دغه ګواښ زیاتره د آلمان د پروتستانتو دکليساو مشري ، مېرمن مارګوت کيسمن ته متوجه دی او وايي، چي دا دي په سیاسي ټولنيزو چارو کي ډيري ګوتي نه وهي، کليساوي بايدخپلي چاري پرمخ بوزي نه دا چي دګوندونو په مشاجرو کي يوه یا بله خوا ونيسي. دغه خبر ه د آلمان دسوسیال ډیموکرات دګوند د بهرني سیاست کار پوه، کلوزي د‌Bild په نامه آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي کړې ده.

دمخه د آلمان د پروتستانتو دکليساو مشري، مېرمن کيسمن په افغانستان کي د آلماني پو ځونو پر ماموریت باندي نیوکي کړي وې، او ويلي يې ول، چي جګړه د مسیحي کليساو د سوله ايزو او اخلاقي معیارونو پر بنسټ سم عمل نسي بلل کيدای، او دايي هم ويلي ول، چي بايد ژر ترژره آلماني عسکر له افغانستان څخه ووځي.

خو د آلمان دسوسیال ډیموکراټ دګوند سیاست پوه کلوزه د مېرمن کيسمن ددې نظر په اړه وايي، چي آلماني عسکر دي ژر له افغانستان څخه ووځي نیوکي کوي او وايي، چی خبره به دومره ساده نه وي،چي د عسکرو په وتلو سره به په افغانستان کي سوله راسي، برعکس که چيري په روان وخت کي له افغانستان څخه بهرني پوځي ځواکونه ووځي نو تر شپږو اونیو پوري به په دغه هیواد کي طالبان بيرته د چارو واګي په لاس کي ونيسي.

کلوزه وايي،بايد داسي يوه روحيه عسکرو ته ورنکړه شي،چي که چيري دوی جګړی ته استول کیږي، او په جګړه کي دي څوک وژني، نو ده به ګناه کړې وي. دکلوزي په عقيده کيدای سي په جګړه کي سړي ووژل سي يا خپل مقابل پلو ووژني.

دسوسيال ډيموکراټ دګوند سیاست وال پخپله مرکه کي له دې نظر سره مخالفت کوي، چي له افغانستان څخه دي د عسکرو د وتلو لپاره يوه ټاکلې نېټه وټاکله سي، او دابه هم سمه خبره نه وي، چي وويل سي په هيڅ وجه په افغانستان کي د آلماني عسکرو شمېرنسي زیاتيدای.

epd/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل