1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينتن او متکي د بحرين په امنيتي کنفرانس کښي

۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبه

په ژنيو کښي د ايران داټومي پروګرام پر سر ترخبرو لږ دمخه نژدې ؤ، چي خارجه وزيران هيلاري کلينتن او منوچهري متکي سره وګوري . کلينتن د«مانامه د ډيالوګ » په کنفرانس کښي نوي خبري نه درلودې

https://p.dw.com/p/QQUg
انځور: picture-alliance/ dpa / DW-Montage

کله چي هيلاري کلينتن خبري کولې ، منوچهري متکي بلي خواته کتل ، او په ډوډی اخته ؤ .

کلينتن د«مانامه د ډيالوګ » په نامه سيمه ايز امنيتي کنفرانس په پرانستلو کښي خبري کولې ، چي د ستراتېژيکي رپوټونو په خاطر بين امللي معتبر انستيتوت لخوا په بحرين کښي جوړ سوی ؤ .

دې وويل ،

« تقريبأ دوه کاله دمخه جمهوررييس بارک اوباما او د هغه حکومت د خبرو اترو دپاره يو واقعي پيشنهاد وکی ، چه ددغه پيشنهاد په مقابل کي اوس هم موږ پابنده يو . خو د بين امللي ټولني دريز معلوم دی . دوی د اټومي انرژۍ څخه د سوله ايزو مقاصدو په خاطر د استفادې حق لري ، خو هغه د ځانه سره مکلفيتونه هم لر ي . دوی بايد د هغو قراردادو مراعت وکي ، چه امضأ کړي يې دي ، او دوی بايد د خپل اټومي پروګرام په باب بين امللي تشويشونو ته جواب هم ووايي . »

Bahrain Deutscher Botschafter Dr. Hubert Lang
انځور: DW

د کنفرانس تر افتتاح وروسته متکي او کلينتن ډير سره نژدې سول ، معلوميدل چه متکي غوښتل ورته سلام واچوي ،خو کلينتن ورته په های جواب ورکی ، مخ يې واړوی ، او بلي خواته ولاړه .

کارپوهان د کلينتن په خبرو کښي نوي شيان نه ويني .

خو لکه ددغه انستيتوت څخه چي مارک فيتس پاتريک وايي ، په هغه کښي مهمه دا وه چي ،

« پخوا به دغه ښې خبري د اخطارو سره ملګري وې ، مثلأ پر هر ډول امکاناتو به د ميز پر سر خبري وسي . خو دلته مثبتي خبري د اخطارو سره نه وې ملګري . دا ښکاره کوي چه امريکا واقعأ غواړي ، په خبرو کښي يو تحول رامنځته سي ، که څه هم هغه کومه نتيجه ورنکي . »

د ايران خارجه وزير منوچهري متکي
د ايران خارجه وزير منوچهري متکيانځور: Picture alliance/dpa

داچي ايران د اټومي شخړي پر سر تر خبرو يو کال وروسته نوو خبرو ته تيار دی ، د امريکا حکومت د هغه په باب اعلان وکی ، چه هغه په دوبي کښي دبنديزونو د تصويبولو سره اړه لري ، خو خارجه وزير متکي هغه نه مني .

«اوس د هغه څخه 6 مياشتي تيري سوي دي ، چه د ايران پر ضد نوي بنديزونه وضع سوي دي . که دوی بيا هم د هغه تأثيراتو ته انتظار باسي، ورته دي يې وکي . خو هغه پر موږ باندي هيڅ تأثير نه کوي . زموږ دريز هميشه معلوم ؤ ، چي په خبرو او ډيالوګ کښي ورګډ سو . »

کيونټوپ/ محمد قاسم نوري

کتونکی : باري حکيم