1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينتن : پاکستان بايد وپوهيږی چه القاعده چيري پټ دي

۱۳۸۸ آبان ۸, جمعه

د امريکا خارجه وزيري هيليری کلينتن د پاکستان رهبري په دې تورنه کړېده ، چه په خپل هيواد کښي د القاعده دترهګرانو په لټه کې ناکامه راغلې ده

https://p.dw.com/p/KJB2
کلينتن د پاکستان په لاهور کښيانځور: Tanvir Shahzad

دې د خپل سفر په ترڅ کې په لاهور کې وويل، دا ډيره سخته ده باور وسی چې په حکومت کې هيڅوک نه پوهيږی چه بنسټپالان چيری پټ دی .

د امريکې متحد ايالتونه ګمان کوي چې د القاعده مشر اُسامه بن لادن او د هغه نور مشران د ډيره وخته راهيسي دافغانستان او پاکستان په سرحدي سختو او صعب العبورو سيمو کې دی . هلته د مياشتومياشتو راهيسې پاکستانی پوځ د اسلامی بنسټپالو پر ضد سخت عمليات تر سره کوی . د کلينتن د ناببره نيوکي په وړاندي د اسلام آباد مشرتابه تر اوسه څه نه دی ويلی .

ap / سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري