1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينټن، د کرزي سره د خبرو له پاره کابل ته رسېدلې

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره، هيلري کلنتن، تيره ورځ ناوخته په يو ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلې تر څو د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو او پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندي په جګړي کي د همکاريو خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/12vbx
هيلري کلينټن او ولسشمر کرزی په کابل کي د خبرو پر مهال
هيلري کلينټن او ولسشمر کرزی په کابل کي د خبرو پر مهالانځور: AP

کلينټن به په خپل سفر کي د افغان ولسمشر حامد کرزي، ديني مشرانو او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره وګوري.

کلنتن وروسته ترهغه افغانستان ته رسيږي او د سولي د خبرو د ټېله کيدو خبره کيږي، چي په دې وروستيو کي افغان ولسمشر د طالبانو سره خبرو اترو ته علاقه کمه سوې ده.

د چارواکو په حواله کلنتن به په دغه سفر کي د افغانستان د ګاونډيو سره د ښو اړيکو پرسر هم خبري وکړي او د راتلونکي مياشتي په لومړيو کي به په ترکي کي د يوه سمه ييز کنفرانس پر سرهم بحث وکړي.

ټاکل سوې، چي هيلري کلينټن به د افغانستان څخه پاکستان ته ولاړه سي تر څو پاکستاني چارواکي د هغه هيواد په قبايلي سيمه کي د حقاني شبکې ځپلو ته وهڅوي.

Flash-Galerie Forbes Liste Die mächtigsten Frauen der Welt
انځور: AP

امريکا د افغانستان جګړې د سياسي حل لاري غوښتونکې ده. د يوه امريکايي چارواکي په حواله، کلينټن به په خپل سفر کي افغان چارواکو ته دا پيغام ورسوي، چي امريکا لا تر اوسه هم د سولي د لاري د افغانستان د جګړې د ختمېدو غوښتونکې ده.

افغان حکومت هم د طالبانو سره د سولي کولو له پاره يوعالي شورا جوړه کړه چي مشر يي تيره مياشت د يو داسي کس لخوا چي ځان يي د طالبانو استازي پيژنده په يوه ځانمرکي بريد کي وواژه.

د سولي د عالي شورا د مشر تر وژل کيدو وروسته کرزي، د سولي پروسه ترسوال لاندي ونيوله او ويې ويل، چي طالبان د عمل واک نه لري او د پاکستان لخوا اداره کيږي.

Montage Hamid Karzai Afghanistan Flagge
انځور: AP/DW-Montage

حامد کرزي وويل، چي نور به د طالبانو سره د سولي خبري و نه کړي او د پاکستان سره به دغه کار تر سره کړي.

متحده ايالاتو هم په دې وروستيو کي پر پاکستان فشار راوړی، چي د حقاني ډلي پرضد پوځي عمليات ترسره کړي.

د يوه امريکايي چارواکي په حواله کلينټن به په خپل سفر کي د کرزي سره پر حقاني ډلي د پاکستان د ډير فشار پر ارزښت خبري وکړي.

د طالبانو سره د سولي پر خبرو اترو سربيره به کلينټن دغه راز افغان چارواکو سره د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک سند د امضا کولو په اړه هم خبري وکړي.

متحده ايالات غواړي چي د بن د دوهم کنفرانس څخه مخکي د افغانستان سره خپل ستراتيژيک تړون لاس ليک کړي.

دغه تړون به د دواړو هيوادونو تر منځ د ۲۰۱۴کال وروسته، کله چي ټول بهرني جنګي سرتيري له افغانستان څخه ووزي تنظيم کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل