1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينټن: طالبانو ته مو د جګړې او خبرو دروازي خلاصي دي

۱۳۹۰ مهر ۲۸, پنجشنبه

کلنټن افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې ډیر ژر به د پاکستان په خاوره کي د ترهګرو د پټن ځایونو په وړاندي جدي ګام واخیستل سي. خو شرط به یې دا وي، چې اسلام آباد ورسره همکاري وکړي.

https://p.dw.com/p/12w4M
کلنتن پر پاکستان د حقاني په وړاندې د عملیاتو د پیلیدلو غوښتنه وکړه
کلنتن پر پاکستان د حقاني په وړاندې د عملیاتو د پیلیدلو غوښتنه وکړهانځور: AP

دا لومړی وار دی چې د بارک اوباما د پوځي او ملکي عالي رتبه چارواکو یوه غیرې معموله څو کسیزه ډله کابل ته راځي.

کابل ته د میرمن کلینټون د سفراهمیت په دې کې دی چې له هغې سره د امریکا د پوځونو لوی درستیز، جنرال مارتین دمپسي؛ د CIAمشر، ډیوید پترویس او د امریکې د دفاع وزارت د پالیسې د برخې مرستیال، میشل فلورني، ملګرتیا کوي.

میرمن کلینټن له افغان جمهور ریس، حامد کرزي، سره تر مفصلو خبرو وروسته یوې ګډي خبري غونډي ته را څرګنده سوه.

دواړو لورو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو د ځالو پر شتون او په خاصه توګه د پاکستان په خاوره کې د حقانی ترهګرې ډلي د ځپلو د معاملې پر لارو چارو خبري وکړي.

هیلري کلنټن وویل چې دا ځل به دلته دری هدفونه یو ځای پر مخ بیایې چې یو یې له طالبانو سره جګړه، بله یې د سولې پروسه او دریمه یې هم بیا ودانول دي. هغي زیاته کړه چې متحده ایالات د حقاني پر ضد په افغانستان کې مهم ګامونه پورته کړي، او د پولي هغې غاړې ته هم د حقاني د ځپلو لپاره پلان جوړ سوی دی.

کلنټن افغانانو ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پټن ځایونو پر وړاندي جدي ګام واخیستل سي خو شرط به یې دا وي چې اسلام آباد ورسره همکارۍ وکړي. هغې وویل:

«مونږ به وجنګیږو، مذاکرې به پر مخ بوزو، بیا ودانول به وکړو، ترهګرو ته وایم چې ستاسو هډو ته به درورسیږو که تاسو دلته یاست که د پولي هغې غاړي ته په پاکستان کې یاست.

د حقانی د ځپلو لپاره چې د پاکستان له خاوري د بریدنو لپاره افغانستان ته راځي ډير کار شوی خو د دغو پټن ځایونو پر وړاندي جګړه کې د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لرو.»

افغان ولسمشر، حامد کرزي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې سره خپلي ننۍ خبري ډیري اغیزناکي وبللي.

کرزي وویل چې هغه باور لري چې طالبان تر ډیره بریده په پاکستان کی د یو شمیر بنسټونو له لوري کنټرولیږي او د هغوي ځالي په پاکستان کې دي.

کرزي زیاته کړه چې د هغه خبري د پاکستان د ملامتولو مانا نه لري بلکې د دې لپاره دي چې د سولي پروسه ګړندۍ شي.

نوموړي پاکستان تورن کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي خو پر وینا یې د هغوي پر وړاندي د سولي دروازي لا هم پرانیستي دي او د استامبول او بن په راتلونکو غونډو کې به دغه موضوع وڅيړل سي. کرزي وویل:

«پر مهمو مسلو خبري وشوي. په افغانستان او پاکستان کې د افراطیت په اړه، دا چې ځوانان اوعام ولس د ترهګرو تر فشار لاندي دي، تر تهدید لاندي یې دي او په دې مو خبري وکړي چې څه وکړو تر څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه چې ولس یې ازار کړی دی اود مرګ ژوبلې لامل سوی ځان خلاص کړو. هیله لرو چې ننۍ مذاکرې د افغانستان، پاکستان او ټولي سیمې په ګټي تمامي شي.»

د امریکې د بهرنیو چارو زیري په طالبانو غږ وکړ چې په یوه شرط به ورسره د سولې خبري کیږي چې د افغانانو لس کلنو لاس ته راوړنو ته زیان و نه رسوي. هغي وویل:

دا لومړی ځل دی چې په دغې شمیرې مهم امریکایې چارواکې یو ځاي افغانستان ته او وروسته بیا پاکستان ته سفر کوي. د افغانستان د څو کلني جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې سیاسي حل لاري د موندلو هڅي به اسلام آباد ته هم د میرمن کلینټون د سفر اجندا وي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش