1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلینتن افریقا ته خپل سفر پیل کړ

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15haP

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، افریقا ته خپل سفر پیل کړی دئ. سپینې ماڼۍ خبر ورکړی دئ چې دغه امریکایي چارواکې به په راتلونکو یوولسو ورځو کې له شپږو هیوادونو څخه لیدنه وکړي.

د کلنتن د خبرو اترو اصلي موضوع به د اسلامي افراطیانو له خوا د گواښ رامنځ ته کیدل او په دغه قاره کې د چین د مخ په زیاتېدونکې اغېزې وي. کلنتن به لومړی له سینیګال څخه لیندنه وکړي. تر دې وروسته به هغه جنوبي سودان، یوګندا، کینیا او ملاوي ته هم سفرونه وکړي.