1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کمرن:برتانوي عسکر به تر ۲۰۱۵ کاله د افغانستان نه ووزي

۱۳۸۹ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د برتانيې لومړی وزير ديويد کمرن انتظار لري چي ځواکونه به يې تر ۲۰۱۵ کاله پوري د افغانستان څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/QA7q
انځور: picture-alliance/ dpa

برتانوي ورځپاڼه گاردين ليکي چي صدراعظم کمرن په لندن کي د وينا پر مهال وويل چي موږ ځواکونه تر ۲۰۱۵ کاله پوري د افغانستان څخه وزي.

هغه ويلي چي په روانه اونۍ کي د ناټو تر سرمشريزي وروسته افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت سپارلو پروسه پيلېږي.

د برتانيې صدراعظم ويلي دي چي، په افغانستان کي د برتانوي ځواکونه شتون ددې دپاره نه دی چي هلته يوه بشپړه ديموکراسي راولي.

«موږ هلته ددې دپاره تللي یو چي نور د افغانستان له خوا څخه د القاعدې خطر ليري سي او نور د افغانستان په خاوره کي تروريستان نه وي.»

په روان وخت کي تقريباً ۱۰۰۰۰ برتانوي عسکر په افغانستان کي په پوځي ماموريت بوخت دي.

برتانوي ځواکونه د افغانستان په ترټولو ناکراره ولايت هلمند کي پراته دي چي هر وخت د مخامخ بريدونو سره هم مخامخ وي.

په دې وروستيو کي برتانوي ځواکونو په هلمند کي د يو تر ټولو خطرناکه سيمي څخه پر شا او امنيتي مسووليت يې نور امريکايي ځواکونو ته ور وسپاری.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم